کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره د سولې پر وروستیو اقداماتو خبرې کړې دي.
د ملي مصالحې شورا لخوا دچنګاښ په ۱۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد نن تر غرمې مخکې ددې ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پروسې پر وروستیو اقداماتو او تحولاتو خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو پر خوشې کولو، د بین الافغاني مذداکراتو پیل او د سولې پروسې سره د سیمې د هیوادونو پر ملاتړ بحث وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي ، دغه راز په دې اړیکه کې ټولو خواوو د تاوتریخوالي پر کمولو او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو پر پیلیدو ټینګار وشو.
د سرچینې په وینا، امریکایي لوري په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د پراختیا په مانا ده او امریکا په دې برخه کې پانګونې ته چمتو ده.
دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر مشر ملا برادر سره پر یادو موضوعاتو خبرې کړې دي.
زلمی خلیلزاد دا ځل د قطر، ازبکستان او اسلام اباد ته په سفر راوتلی دی، خو د کرونا د محدودیتونونو له امله وایي کابل ته نه راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن