ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې فساد شوی

د کندهار وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې فساد شوی

author avatar
30 Jun 2020 - 19:59
د کندهار وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې فساد شوی
author avatar
30 Jun 2020 - 19:59

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي وايي، په کندهار کې له کرونا سره د مبارزې په موخه د ځانګړې شوې بودجې په لګولو کې فساد شوی دی.

د هغوی د موندنو له مخې، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې وظیفوي غفلت، اداري او اخلاقي فساد، عقدوي چلند، شخصي ګټې، د واک ساتل، غیر مسلکي وړاندیزونه او د غیر ضروري اجناسو خریداري د فساد عمده موارد دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو ګل احمد کمین، سید مقتدا میران او پروین محمدي دغه څرګندونې د چنګاښ په ۱۰مه، په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.

هغوی چې د چنګاښ په ۵مه د عامې روغتیا له سرپرست ډاکتر احمد جواد عثماني سره یو ځای کندهار ته راغلي وو، د څو ورځو لپاره همدلته تم شول څو له کرونا سره د مبارزې په موخه د لګول شوو پیسو څېړنه وکړي.

کمین وویل، مرکزي ادارې په ډېرو بحراني اقتصادي شرایطو کې له کرونا سره د مبارزې په موخه د نورو لایتونو تر څنګ د کندهار لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې، د دې پر ځای چې دغه پیسې په سمه توګه ولګول شي، له بده مرغه ډېره برخه یې بې ځایه لګول شوې ده.

دی وايي، تر دې مهاله له ځانګړې شوې بودجې څه له پاسه ۵۲ میلیونه افغانۍ لګول شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((د طرز العمل له مخې ځانګړې شوې پیسې باید د کرونا د مخنیوي په موخه په اشدو اړتیاوو لګول شوې وای، خو موږ د خپلو څېړنو په پایله کې وموندله چې ډېرې پیسې پر شخصي مسایلو، د موټرانو او ودانیو پر ترمیم، کوچونو او نورو بې اړتیا توکو پر رانیولو لګېدلې دي.))

دغه راز ده یادونه وکړه چې ډېر توکي تر خپل اصلي نرخ لوړ رانیول شوي چې کیفیت یې هم ښه نه دی.

ده د بېلګې په توګه د ایزیترومایسین په نوم ټابلیټ یاد کړل چې یو پاکټ ۲۵۰ ملي ګرامه په ۲۰۴ افغانۍ رانیول شوي، په داسې حال کې چې په بازار کې یې نرخ له ۱۰ تر ۱۸ افغانیو دی.

کمین وویل، ډېری قراردادونه د اصولو خلاف شوي؛ ځکه د تدارکاتي کمېټې له خوا اړوند شرکت ته د توکو د خریدارۍ هیڅ مشخصات نه دي وړاندې شوي.

دغه راز ده د شاوخوا ۵۰۰ چپرکټونو یادونه وکړه چې د کرونا اړوند د عینو ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره دانه په ۱۴۵۰۰ افغانۍ اخیستل شوی چې تر اوسه په ګودامونو او یا د روغتون په انګړ کې لمر ته پراته دي چې کیفیت یې ډېر ټیټ دی.

نوموړي دغه راز د ۵ میلیونه افغانیو یادونه وکړه چې د والي په غوښتنه د ولایت د معتمد په نوم وتلي خو د دوی له غوښتنې سربېره یې د لګولو په اړه معلومات نه دي ورکړل  شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.