ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

لغمان کې د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

author avatar
30 Jun 2020 - 16:36
لغمان کې د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شوه
author avatar
30 Jun 2020 - 16:36

جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ۹۹): د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې د يو ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه ، چې له ۴۰۰زيات زده کوونکي د خوندي درسي چاپيريال درلودونکي شول.

  د ښوونځي د ودانۍ پرانېسته د چنګاښ په ۱۰مه د ولايتي چارواکو او سيمې اوسېدونکو له لوري وشوه.

د لغمان د پوهنې رييس عبدالله حمیدي وويل، د قرغیو ولسوالۍ د مشه خېلو لېسې ودانۍ د څه کم لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، ۲ اداري او ۶ تدریسي خونې لري چې ټولټال پرې ۹ميليونه او ۳۷۱زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

نوموړی وایي، د مشه خېلو لېسې نوې ودانۍ کې د پاکو اوبو څاه، ۱۶۰ دوه نفري ځوکۍ او نور ټول لازم ملحقات په پام کې نیول شوي.

د پوهنې رييس د معلوماتو له مخې، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د مشه خېلو لېسې له ۴۰۰زيات زده کوونکي د خوندي درسي چاپيريال درلودونکي شي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ وويل، اوسمهال د لغمان ولايتي ادارې ډېره توجه د ښوونځيو د ودانيو رغونې او په دې ولايت کې د درسي بهير غښتلتیا ته ده چې نږدې وختونو کې به يو شمېر نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې شي.

د ولایتي شورا ریيس عتیق الله عبدالرحيمزي د پوهنې رياست او ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د زده کوونکو ستونزو ته په کتو تل ورته اقدمات کوي.

هغه هم مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د ښوونځي ودانۍ په ساتلو کې به ځانګړې پاملرنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.