کابل(پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۹): د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کابل ښار کې یې د یوه موټربم په نیولو سره د یوې درنې چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یاد ریاست له لوري پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ریاست د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو هینو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و، د کابل ښار په دوولسمه ناحیه کې کشف او ونیول شو.
سرچینې زیاته کړې:(( د حقاني شبکې د دوو کسانو په وسیله غوښتل چې کابل کې برید ترسره کړي.))
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د حقاني شبکې غوښتل چې په دې موټربم برید سره د زنبق څلورې د برید په څېر برید ترسره کړي. د زنبق څلور لارې برید په ۱۳۹۶کال کې شوی و ، چې له امله ۹۰ کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپیان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن