ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او هلمند کې چاودنو دوه ملکي وګړي وژلي او ۷ نور ټپیان دي

author avatar
30 Jun 2020 - 11:29
author avatar
30 Jun 2020 - 11:29

کندهار ښار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹) : د کندهار او هلمند ولایتونو په دوو بېلابېلو چاودنو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چنګاښ په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن شاوخوا نهه بجې د کندهار- اروزګان پر لویه لاره د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د کرم کارېز په سیمه کې چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د ملکي وګړو پر یوه لنډ کروزر موټر هغه مهال د سړک غاړې ماین وچاودېد چې له کندهاره ارزوګان ته روان و. دی وايي، په دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي چې ماشومان او لویان دي.

د ده په خبره، ټپیان د پولیسو له خوا روغتون ته رسول شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي.

بارکزي وویل، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.  خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې ماین چاودنې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې وویل چې نن سهار د ناوې ولسوالۍ د منګلزو په سیمه کې پر یوه مازدا موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او یوتن ټپي دی.

وسله والو طالبانو ددې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.