کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹) : د ایران د پلازمېنې په یوه روغتون کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۹ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د تهران په یوه روغتیايي مرکز کې لومړی دوه چاودنې شوې دي او وروسته له هغه اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده.
ځایي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې اور د روغتیايي مرکز ټولو پوړونو ته رسېدلی چې د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې پيښه کې ۱۹ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ایراني چارواکو د چاودنو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وایي ښايي پېښه د اکسیجن د ډبو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي.
ایراني پولیس وایي چې د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي او ددې احتمال هم شته چې مرګ ژوبله تر دې لوړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن