ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت اداري او مالي مرستیال له دندې ګوښه شو

د عامې روغتيا وزارت اداري او مالي مرستیال له دندې ګوښه شو

author avatar
1 Jul 2020 - 20:57
د عامې روغتيا وزارت اداري او مالي مرستیال له دندې ګوښه شو
author avatar
1 Jul 2020 - 20:57

کابل (پژواک، ۱۱چنګاښ۹۹): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال شفيق الله شهيم د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه شوی دی.

پژواک خبري اژانس ته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح ومنله چې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال شفیق الله شهیم له دندې ګوښه شو.

 پژواک ته د ارګ یوې سرچینې وویل چې ولسمشر غوښتل په هېواد کې د روغتیايي وضیعت او له کرونا سره د دې وزارت مقابلې په تړاو چې څومره امکانات یې لګولي له مالي او اداري مرستیال شهیم څخه معلومات وغواړي خو هغه د کابینې د تېرې دوشنبې غونډې ته حاضر نه شو.

 سرچينه وايي، ولسمشر د کابينې تر غونډې مخکې په وار وار هڅه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال پيدا کړي، خو غونډې ته نه و ورغلی ځکه له دندې ګوښه شو.

 دا په داسې حال کې ده چې پژواک د چنګاښ په دویمه پاکستان ته د ۳۲ وينټلاټورونو د قاچاق راپور خپور کړ او په عامې روغتیا وزارت کې د فساد په اړه یې ګڼ غبرګونونه را وپارول.

 خو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق الله شهیم له دندې د ګوښه کېدو په اړه ناخبري وښوده

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.