ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د لوګر ولایت دامنیت لپاره د واضح پلان جوړولو لارښوونه وکړه

ولسمشر د لوګر ولایت دامنیت لپاره د واضح پلان جوړولو لارښوونه وکړه

author avatar
1 Jul 2020 - 18:39
ولسمشر د لوګر ولایت دامنیت لپاره د واضح پلان جوړولو لارښوونه وکړه
author avatar
1 Jul 2020 - 18:39

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹) : ولسمشر غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لوګر ولایت لپاره واضح پلان ترتیب کړي، ترڅو د هغه ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي او همداراز کلیدي نقطې باید تشخیص او د ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شي. 

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن سهار لوګر ولایت ته د یاد ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

سرچینې زیاته کړې، په دغه سفر کې لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو د جمهوررئیس ملتیا کوله.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني ته په لوګر ولایت کې د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او متنفذینو هرکلی ووایه او وروسته یې له والي او نظامي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې د لوګر ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د هغوی د کړنو راپور واورېد.

لومړی د لوګر والي اجمل شاپور د لوګر ولایت د عمومي امنیتي وضعیت او د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، دښمن د لوګر د امنیت د ګډوډولو وړتیا نه لري او زموږ مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړه روحیه د دښمنانو د ګواښونو دفع کولو توانمندي لري.

هغه د دې ترڅنګ چې د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تمویل او تجهیز غوښتنه وکړه وې ویل، موږ په دریو مرحلو کې امنیتي برنامې لرو چې په لنډمهال کې لویې لارې امن کوو، په منځمهال کې په پنځو سیمو کې ګډ بېسونه جوړوو او په اوږدمهال کې به په ولسوالیو او لرې پرتوسیمو کې  لا زیات قوتونه او منسوبین ځای پر ځای کړو.

د لوګر والي د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال  غوښتنه وکړه. 

وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال خان الله شجاع د عمومي امنیتي وضعیت، د ګواښونو کچې او په لوګر ولایت کې د دښمن د شومو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه : ((موږ به د خپلو ځواکونو د تدارکاتو، تجهیز او تمویل په اړه لا زیاته هڅه وکړو او په راتلونکي کې به لوګر او میدان وردګ ولایتونه د غزني په څېر خپلواکه لِوا ولري.))

ولسمشر غني د یاد راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته، په لوګر ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اجراآتو مننه وکړه وې ویل، د قوې پر استعمال، د حکومتولۍ پر ډول او ولسي کار بیاکتنې ته اړتیا ده.

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو روح ته د دعا ترڅنګ زیاته کړه، واضح تحلیل او بدیل او همداراز د زونونو او هر ولایت په کچه واحدې قوماندې ته اړتیا ده.

هغه  اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لوګر ولایت لپاره واضح پلان ترتیب کړي، ترڅو د هغه ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي او همداراز کلیدي نقطې باید تشخیص او د ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.