د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان بانک: څلور کسان مو د عالي شورا د پرېکړې له مخې له دندو لرې کړي

د افغانستان بانک: څلور کسان مو د عالي شورا د پرېکړې له مخې له دندو لرې کړي

Jul 01, 2020 - 13:24

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان بانک وایي چې د دوو مرستیالانو په ګډون څلور مامورین د عالي شورا د پرېکړې له مخې لرې شوي، د چا شخصي پرېکړه نه ده.

د افغانستان بانک دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې نوي رییس اجمل احمدي د بانک د دوو مرستیالانو په ګډون څلور کسان له دندو لرې کړل او ادعا یې وکړه چې دوی په فساد کې ککړ دي او ژر به یې دوسیې څارنوالۍ ته واستول شي.

د اجمل احمدي له دغه اقدام سره خلک سخت په غوسه دي او په ټولنیزو شبکو کې یې کلک غبرګونونه ښودلي دي، تر دې مخکې نوموړي کله چې د سوداګرۍ وزیر هم و، هلته یې ګڼ شمېر کسان له دندو لرې کړي وو.

د افغانستان بانک له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د بانک د مخکنیو مرستیالانو د ګوښه کولو د بهیر په اړه بې بنسټه تورونه په شدت سره ردوي.

سرچینې زیاته کړې، د لومړي او دویم مرستیالانو په ګډون څلور تنه لوړپوړي کارمندان (د افغانستان بانک د قانون د ۲۰ مادې پر بنسټ د عالي شورا د پرېکړې له مخې ( د افغانستان بانک د قانون د ‍۱۲ مادې پر بنسټ د مرکزي بانک د عالي شورا د غړو د راپور له استماع وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام د پرېکړې په اساس د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له دندې ګوښه شوي دي.

د افغانستان بانک ویلي، چې یاد کسان د فساد په ځینو قضیو کې د لاسوهنې پر بنسټ چې څېړنه یې د بانک د پخوانۍ رهبرۍ له خوا په اوږد مهاله توګه ځنډول شوې وه، تورن دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې قضیو کې د بانک له یوه قراردادي څخه د څه باندې ۳.۵ میلیونه افغانیو بډې غوښتنه، د افغانستان بانک یو قراردادي ته په غیر قانوني ډول د (۷۲ میلیونه افغانۍ) بیا ورکړه، د تدارکاتو د قانون له حکمونو څخه جدي سرغړونه، د تفتیش د راپورونو انسداد، د عالي شورا په مصوباتو کې جعل او ځینې نور شامل دي.

د افغانستان بانک ویلي، دا قضیې چې له څو مخکې کلونو راهیسې تر څېړنې لاندې دي د فساد انفرادي موارد نه دي، بلکې د پخواني عامل پلاوي تر رهبرۍ لاندې د سیستماتیک فساد د ژور فرهنګ د شتون ښکارندوي کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، همدا ډول د افغانستان بانک رهبري دا بې بنسټه تورونه چې د افغانستان بانک د عالي شورا غړي په اړوندو قضیو کې د تصمیم نیولو حق نه لري، ردوي.

سرچینې زیاته کړې، څرنګه چې د افغانستان بانک د قانون د شپږمې مادې پر بنسټ، عالي شورا د تصمیم نیولو تر ټولو ستره مرجع ده او د قضیو د څېړلو او رسیده ګۍ واک لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروستۍ پرېکړې د عالي شورا د غړو د رایو په اتفاق ( له لومړي مرستیال پرته چې د قانوني ګتو او د غړو د پرېکړې د تضاد د شتون له امله یې غونډه پرېښوده) نیول شوي دي.  

سرچینې زیاته کړې، همدا ډول د افغانستان بانک، د بانک د لوی رئیس د شخصي ساتوونکو له خوا د بانک محوطې ته د لومړي مرستیال د دننه کېدو د مخنیوي ادعا هم ردوي.

بانک ویلی، لکه څنګه چې د افغانستان بانک ودانۍ د جمهوري ریاست له ارګ سره په څنګ کې واقع ده، د یادې ساحې د امنیت ټینګول د هېواد د ملي امنیت د ریاست مسوولیت دی او د افغانستان بانک د رئیس د شخصي ساتونکو مسوولیت نه دی او پخوانی لومړی مرستیال هم د ملي امنیت د کارکوونکو لخوا د داخلېدو څخه منع شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د نوموړي د منع کولو موخه په کارکوونکو باندې د فشار راوړل او د شته اسنادو او شواهد د تخریب څخه مخنیوی و.

خو بانک په دې خبرپاڼه کې پاس ویلي چې لومړی مرستیال د ملي امنیت ریاست موظفینو له خوا چې د ریاست جمهوری دامنیت ساحه یې مسوولیت دی، بانک ته د هغه د راتګ مخه نیولې، خو بیا وایي چې هغه د اسنادو له تخریب څخه د مخنیوي په موخه منع شوی و.

بانک دغه راز ویلي، چې د لومړي مرستیال د استعفاء لیک د ترلاسه کولو قانوني مرجع د جمهوري ریاست لوی مقام دی.

د بانک پخواني لومړي مرستیال وحیدالله نوشېر ویلي چې دی د استعفا لیک تسلیمولو په موخه ورغلی وو چې د بانک د رییس د شخصي ساتونکو له خوا منع شوی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan