هرات ښار (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٩): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندان سمونوال عبيدالله نورزى د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ټپی شوی دی.
د هرات د پښتون زرغون ولسوال عمر روشان پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د هرات د امنیې قوماندان سمونوال عبیدالله نورزي حاموي ټانګ د دغه ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د سړک غاړې پر ماین برابر شوی دی.
د ولسوال په خبره، په دغه پېښه کې د هرات امنیه قوماندان ټپي شوی خو روغتیایي وضعیت یې ښه دی.
خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي چې په یاده پېښه کې امنیې قوماندان ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی او یوازې درې پولیس ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې نن ماسپښین هغه وخت چې د دغه ولایت امنیه قوماندان د پښتون زرغون ولسوالۍ ته په جګړه کې د ګډون لپاره روان و، ټانک یې د سړک غاړې پر ماین ختلی دی.
بلخوا وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن