کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹): د ویسډن په نوم د کرکټ یوې نړیوالې مجلې د افغانستان او د کرکټ د نړۍ پیاوړي لوبغاړی راشد خان د یوویشتمې نړۍ د شل اووریزو سیالیو تر ټولو ارزښتناک لوبغاړی بللی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې، ویسډن راشد خان ته دغه لقب د (کرېکوېز) په نامه د معلوماتو او شمېرو د ارزونې شرکت د رپوټ پر بنسټ ورکړل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، کرېکوېز په ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبغاړو توپ اچونه، منډې، فیلډینک او د لوبې ګڼ نور اړخونه ارزوي.
یاد شرکت بیا د همدغو معلومات پر بنسټ دا ګوري چې کوم لوبغاړی پر یوه لوبه تر ټولو ډېر اغېز لري، یا د لوبې پایله د خپلې لوبډلې په ګټه بدلولی شي.
کرېکوېز وایي، په شل اوریزو لوبو کې راشد خان د نړۍ تر ټولو ډېر ارزښتناک لوبغاړی دی؛ ځکه تر بل هر لوبغاړي یې ډېر ځلې د شل اوریزو لوبو پایله د خپلې لوبډلې په ګټه بدله کړې ده.
د یاد شرکت په ارزونه کې راشد خان ته ۷.۱ نومرې ورکړل شوې دي او ورپسې د هند جسپریت بومرا دویم او د اسټرالیا ډاوېډ وارنر درېیم ځای ترلاسه کړی دی.
د کرېکوېز شرکت شنونکی فرېډي وېلډ وایي: "زموږ د ارزښتناکو لوبغاړو په لېست کې جالبه خبره دا ده چې توپ اچوونکي په کې ډېر دي، حال دا چې یو وخت فکر کېده چې شل اوریز کرکټ د توپ وهونکو لوبه ده".
راشد خان د لنډې مودې لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان یا لوبډلمشر هم پاتې شوی، هغه تر دې دمه په ۲۱۱ شل اوریزو لوبو کې ۲۹۶ وېکټې اخیستې دي او د نړۍ په کچه یې ګڼ ریکارډونه په خپل نامه کړي دي.
راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې ترڅنګ د هند په سوداګریزو لوبو (ای پي اېل) د اسټرالیا په (بېګ بش) سیالیو، د ویسټ انډیز، انګلستان او یو شمېر نورو نړیوالو لیګونو کې هم لوبېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن