ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې پر ۹۵ جريبه ځمکه کرل بنګ واړول شول

ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې پر ۹۵ جريبه ځمکه کرل بنګ واړول شول

author avatar
1 Jul 2020 - 16:48
ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې پر ۹۵ جريبه ځمکه کرل بنګ واړول شول
author avatar
1 Jul 2020 - 16:48

جلال اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې يې د خلکو په همکارۍ پر ۹۵ جريبه ځمکه د بنګو کرل شوی فصل اړولی او خلکو ډاډ ورکړی چې نور به په خپلو ځمکو کې کوکنار او بنګې نه کري.

دوی وايي، خلکو ورسره دا ژمنه هم کړې ده چې که چا بنګې يا کوکنار وکرل نو شل زره افغانۍ به يې جريمه کوي او فصلونه به یې اړول کېږي.

بنګ يو ډول بوټی دی چې چرس ترې جوړېږي او بيا د نشې لپاره استفاده کېږي.

د ننګرهار د سپين غر ولسوال قاسم خان مومند د چنګاښ په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، د خلکو په همکارۍ يې په دې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د يو کمپاين پر مهال پر ۹۵ جريبه ځمکه کرل شوي بنګ اړولي دي.

دی وايي، د ولسوالۍ اړوند په تريلي، شډل او اسدخېلو سيمو کې به له پخوا راهیسې بنګ کرل کېدل او په ډېرو سيمو کې په خپله را شنه کېږي، ځکه تخم يې له پخوا موجود و او اوس د پسرلي بنګو په نوم را شنه کېږي.

د سيمي قومي مشر ملک انور وويل، خلکو په خپله خوښه له حکومت سره تړون وکړ چې نور به نه بنګ او نه هم کوکنار کري خو شرط به يې دا وي چې دوی ته به رغنیزې پروژې پلې کوي.

دی وايي، قوم دا تړه هم ايښې که هر چا کوکنار يا بنګ وکرل نو شل زره افغانۍ به قومي جريمه ورکوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ګل رحمن چې په ځمکه کې يې کرل شوي بنګ د حکومت له لوري واړول شول، پژواک ته وويل، دوی به نور کوکنار او بنګ پر خپلو ځمکو نه کري خو غوښتنه يې دا ده چې حکومت دې هم له دوی سره مرستې وکړي، سړکونه، ښوونځي او جوماتونه دې ورته جوړ کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.