د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د لوګر ولایت لپاره د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظور کړ

ولسمشر غني د لوګر ولایت لپاره د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظور کړ

Jul 01, 2020 - 22:17

کابل (پژواک،۱۱چنګاښ۹۹) : ولسمشر غني د لوګر ولایت لپاره د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظور او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې دنده وسپارله چې د هغې د ګومارلو په برخه کې اقدام وکړي.

له ارګ څخه پژواک ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د ولایت مقام اساسي قانون تالار کې عمومي ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د سرچینې په خبره، په دې غونډه کې چې د علمای کرامو، مشرانو او متنفذینو، ځوانانو، ښځو، مدني ټولنو او بېلابېلو اقشارو استازو حضور درلود، لومړی د لوګر والي اجمل شاپور د هیواد جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په دې ولایت کې  ډېر کارونه شوي، خو لا زیاتې پاملرنې او کار ته اړتیا ده.

هغه د امنیت تامین، د انکشافي پروژو تطبیق، د برېښنا مزو غځولو، د ښارګوټو او د ځمکو ستونزو د حل، د پل علم ښار د ماسټر پلان نهایي کولو، کرنیزو تولیداتو په ځانګړي ډول لبنیاتو ته د پاملرنې، د سړو خونو جوړولو، د دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو او لوګر ولایت ته د دویمې درجې ولایت د تشکیل او امتیازاتو ورکولو ته چې وړاندې د جمهوررئیس له لوري منظور شوي دي، د پاملرنې غوښتنه وکړه. 

وروسته د لوګر ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، مولوي اسدالله، د ښځو په استازیتوب نفیسه هجران، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د وکیلانو په استازیتوب شاپور حسن زوی او د مشرانو او متنفذینو په استازیتوب محمد سالم کوچي خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.  

هغوی جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت تامین، علماوو او جوماتونو، ځوانانو ته د کارموندنې، د ښوونکو د ښارګوټي جوړولو، په مختلفو بنسټونو کې د لوګر ولایت د کادرونو ټاکلو، د لوګر پوهنتون د پوهنځیو زیاتولو، ښځو ته دپاملرنې او د هغوی د ستونزو حل، د سړکونو جوړولو، له ښځینه قشر څخه د ولایت مقام د یوې مرستیالې ټاکلو، ولسوالیو ته د پاملرنې، د ځمکو غصب مخنیوي، د لوی مېلمستون جوړولو، د هوایي ډګر د کار پیلولو، د مس عینک او نورو کانونو استخراج، د برېښنا انرژۍ تامین او د بندیانو خوشې کولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه، مطرح کړل.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او ویې وویل، د ګردېز ـ کابل لویې لارې امنیت باید تامین شي او له خلکو سره امنیتي تړون ولرو او همداراز د ازرې ولسوالۍ لاره باید نه یوازې جوړه، بلکې پرانیستل شي.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ما خپل لومړنی سفر له لوګر ولایت څخه پیل کړ او ستاسو غوښتنو ته د پاملرنې ترڅنګ به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د مېلمستون جوړولو کار د ارګ د عملیاتي واحد له لوري پیل شي.

جمهوررئیس د لوګر ولایت لپاره د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظور کړ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې دنده وسپارله چې د هغې د ګمارلو په برخه کې اقدام وکړي.

د هیواد جمهوررئیس هغوی ته وویل، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مو د لومړیتوبونو پر اساس وړاندې کړئ او د لویو لارو د امنیت پر تامین سربېره باید د ټولو ولسوالیو امنیت هم تامین شي.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې د ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو لپاره باید له خلکو سره لا زیات کار وشي وویل، غواړم چې لوګر بېرته د کابل په دروازه او کندو بدل شي.

جمهوررئیس غني وویل، د ټولو ولایتونو پر تشکیل بیاکتنه کېږي او د لوګر ولایت په ادارو کې باید د دې ولایت د ټولو ولسوالیو استازي حضور ولري.

د هیواد جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د لوګر ولایت له مسوولینو او خلکو سره په همکارۍ د نیمه، بشپړو شویو او د تطبیق په حال کې پروژو لېست ترتیب کړي، ترڅو جمهوري ریاست د لوګر والي او اړوندو وزارتونو سره د غونډو له لارې د هغو د تطبیق لپاره، اقدام وکړي.

جمهوررئیس وویل، د بندونو د جوړولو لپاره واضح پلان جوړ شوی او دا چې په لوګر ولایت کې پر مسو سربېره شاوخوا ۶۰ ډوله کاني مواد هم تثبیت شوي دي، د هغو د استخراج لپاره به لا زیاته پاملرنه وشي.

 غني وویل، د لوګر سیندونه او اوبه به مدیریت شي او دې ته په اشارې چې د لوګر خلکو تل ملي فکر او عمل کړی دی، په دې ولایت کې باید د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ ستونزه نه وي.

هغه ځوانانو ته د کارموندنې، سرتاسري مشارکت او د هغوی د مسوولیت منلو حس مهم وباله او وې ویل، موږ ټول باید اصول او قوانین ومنو، هیواد او خلکو ته ژمنتیا ولرو او د قانون پر اساس کار او هڅه وکړو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونوهېڅ ډول معامله نه کېږي او سوله ملي ده، قومي، سمتي او ګوندي نه ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan