ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: حکومت دې په ادارو کې د سرپرستانو کار ته د پای ټکی کېږدي

ولسي جرګه: حکومت دې په ادارو کې د سرپرستانو کار ته د پای ټکی کېږدي

author avatar
1 Jul 2020 - 18:12
ولسي جرګه: حکومت دې په ادارو کې د سرپرستانو کار ته د پای ټکی کېږدي
author avatar
1 Jul 2020 - 18:12

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې غړو د حکومت له خوا د کابینې د غړو نه معرفي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هر څو ژر باید حکومت د کابینې نوملړ دې جرګې ته وړاندې کړي؛ ځکه یو شمېر نوماند وزیران له خپلو واکونو ناوړه ګټه اخلي.

د یادونې ده، تر دې دمه د بهرنیو چارو، پوهنې، مالیې، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتیا، ښځو چارو وزارتونو، ملي امنیت عمومي ریاست او د افغانستان بانک لپاره نوماند وزیران ټاکل شوي دي، خو تر اوسه په رسمي ډول د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه دي ور پېژندل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابینې یو شمېر وزیران د سیاسي توافق له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له لوري ولسمشر ته ور پېژندل کېږي چې عبدالله تر اوسه د خپلو نوماند وزیرانو نوملړ ارګ ته نه دی استولی.

محمد اشرف غني د تېر کال د کب په ۱۹مه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل او ویلي یې وو چې ژر به د باور رایې ترلاسه کولو لپاره د کابینې غړي ولسي جرګې ته ور وپېژني؛ خو تر دې مهاله ډېری وزارتو د سرپرساتانو له خوا اداره کېږي.

ولسي جرګې د نوماند وزیرانو پر نه ور پېژندلو په داسې حال کې نیوکه کړې چې د ولسي جرګې رییس د غبرګولي په ۲۸مه ویلي وو چې ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رییس له هغه سره ژمنه کړې چې تر سبا (د غبرګولي ۲۹مه) د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته نوماند وزیران ور معرفي کوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان اغا رضایي وویل: «حکومت پر وکیلانو مسخرې کوي، دوه نورې اوونۍ د دوبي رخصتیو ته پاتې دي، خو تر اوسه نوماند وزیران نه دي معرفي شوي.»

هغه وایي چې د سرپرستانو د کار دوام خلکو او ولسي جرګې ته د منلو نه دی او هر څومره ژر باید نوماند وزیران دې جرګې ته ور وپېژندل شي؛ ځکه نوماند وزیران چي معرفي شوي په عملي ډول یې د سرپرست په توګه کار پیل کړی او د خپلو ګټو لپاره د حکومت په امکاناتو کمپاین کوي او غیر قانوني کارونو باندې لاس پورې کوي.

په دې جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېرمحمد اخندزاده هم جرګې ته د نوماند وزیرانو د ژر ور پېژندلو غوښتونکی شو او ویې ویل چې د اوړي رخصتیو له را رسېدو مخکې دې د سرپرسانو برخلیک معلوم شي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې له ژمنو سربېره تراوسه نوماند وزیران نه دي ورپېژدل شوي.

هغه حکومت ته په اشاره وویل: «هر څو ژر چې وي انتظار دې پای ته ورسول شي او کابینه باید معرفي شي څو د اوړي له رخصتیو مخکې په ادارو کې سرپرستیو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د یادونې ده، ولسي جرګې تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې دا ځل به هغه نوماند وزیرانو ته چې د بل هېواد تابعیت لري، د باور رایه نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.