کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹):د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان ولسمشرانو وویل چې د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درېیو هیوادونوګډه کاري کمېټه جوړه شي.
د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د ولسمشرانوو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغانستاان د ولسممشر محمداشرف غني په نوښت نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
سرچینه لیکي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د درې واړو هېوادونو د ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه د اذربایجان د ولسمشر الهام علي اوف وړاندیز ته په اشارې وېیلی چې د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او اړوندو وزیرانو په کچه دغه ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او خپل ربع وار راپورونه به په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو ولسمشرانو وسره شریکوي.
غني وېیلي چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اذربایجان او ترکمنستان دولتونو او خصوصي سکتور سره ګډ کار ته چمتو دی.
هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال دې د مرمرو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه چې د افغانستان دولت پلان لري چې یو اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه اباده او د کرنې وړ وګرځوي.
ولسمشر غني همدارنګه د اذربایجان او ترکمنستان له ولسمشرانو څخه غوښتي چې په خپلو هیوادونو کې افغان سوداګرو تهت ګمرکي اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ۴ زره څخه تر ۶ زره کیلو متره اورګاډي پټلۍ ته اړتیا لري او نړیوالو همکارانو یې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
د ده په وینا، افغانستان د اوسپنې لوی کانونه لري چې په دې برخه کې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان دولتي او خصوصي سکتور ګډ کار او پانګونه کولای شي.
هغه زیاته کړې چې، د درې واړو هیوادونو اړوند وزیران دې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ګډ کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن