ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد او قریشي د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

خلیلزاد او قریشي د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

author avatar
2 Jul 2020 - 11:48
خلیلزاد او قریشي د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي
author avatar
2 Jul 2020 - 11:48

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې د وروستیو هڅو او اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ځانګړي استازي پرون اسلام اباد ته د سفر پر مهال د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او ددواړو لوریو نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو, د خلیلزاد د وروستیو سفیرونو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي خلیلزاد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په اړه ګیله کړې چې ګوندې پاکستان اوس هم د ترهګرو خوندي مرکز دی.

قریشي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کړې ده ، خو دامریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر هڅو سترګې پټوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې پاکستان یو ځل بیا له افغان سولې پروسې سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

اسلام اباد ته له دې وروستي سفر وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې په اړه غږېدلی دی.

دغه راز خلیلزاد ددې سفرونو په جریان کې له ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره هم د سولې د وروستیو اقداماتو، بین الافغاني مذاکراتو او تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې زلمی خلیلزاد د خپل سفر په وروستي پړاو کې قطر ته ولاړ شي او له طالب مشرانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.