کابل (پژواک، ۱۲چنګاښ۹۹): د بازرس ملي اداره وایي چې د ولسمشر غني له خوا د کروناضد مبارزې د لګښتونو د پلټنې او څېړنې برخه کې به لومړی پاکستان ته د ۳۲ مصنوعي تنفسي الو (وینټلاتورونو) د قاچاق په اړه د پژواک اژانس له خو د خپور شوي راپور څېړنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په دویمه پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې هېواد کې د کرونا ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله مري، خو له افغانستان سره د کرونا ویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو ۳۲ یې پاکستان ته قاچاق شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت لومړی دا راپور رد کړ، خو وروسته یې اعلان وکړ چې په دې اړه پلټنې کوي.
ددې ترڅنګ د کرونا لګښتونو د څرنګوالي په اړه له بېلابېلو ولایتونو څخه خلکو او ځایي چاروکو شکایتونه کړي وو.
د چنګاښ میاشتې په ۱۰ مه ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لګښتونو د څېړنو لپاره اووه ماده ییز حکم صادر کړ او د بازرس یا پلټنو ادارې ته یې هدایت وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوند شکایتونه او راپورونه و ارزوي.
د دغې ادارې مشرې غزال حارث نن د چنګاښ په ۱۲مه، په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، چې له فساد سره مبارزه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او بازرس اداره به له کرونا سره د مبارزې برخه کې ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
هغې زیاته کړه، چې دغه اداره به د خپل کار په پیل کې لومړی پاکستان هېواد ته د ۳۲ مصنوعي تنفسي الو (وینټلاتورونو) د قاچاق په اړه د پژواک اژانس له خوا خپور شوی ګزارش وڅېړي.
د نوموړې په وینا، د پژواک د راپور تر څېړنې وروسته به د فساد په اړه د هشت صبح ورځپاڼې راپور، د صحې کارکوونکو د معاشونو شکایتونه، د کرونا اړوند قراردادونه او نورو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
هغې وویل، چې اداره یې د شکایتونو له څېړنو وروسته مجرمین څارنوالۍ ته معرفي کړي او هغه کوم موارد چې جرمي بڼه نه لري هغو ته به سپارښتنه او د سپارښتنو د پلي کولو څخه به نظارت وکړي.
غزال همدارنګه له رسنیو او مدني فعالانو څخه له فساد نه د پردې پورته کولو له امله مننه وکړه .
هغې وویل:« له فساد سره مبارزه د ټولو دنده ده او له ټولو هیله کوم چې خپلو کارونو او مرستو ته دوام ورکړئ.»
د بارزس ادارې مشرې همدارنګه وویل، چې ټول خلک کولی شي د فساد په اړه خپل شکایتونه له دوی سره شریک کړي او پېژندګلوي به یې پټه پاتې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن