ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: ډنډپټان-پاړه چنار سوداګريزه لار دې ژر پرانيستل شي

سوداګر: ډنډپټان-پاړه چنار سوداګريزه لار دې ژر پرانيستل شي

author avatar
2 Jul 2020 - 20:53
سوداګر: ډنډپټان-پاړه چنار سوداګريزه لار دې ژر پرانيستل شي
author avatar
2 Jul 2020 - 20:53

ګردېز (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹): په پکتيا ولايت کې سوداګر او پانګه وال نيوکه کوي چې د ډنډپټان-پاړه چنار سوداګريزې لارې تړل کېدو له امله ورته زيات مالي زيان اوښتی دی.

دوی د دغه ولايت صنعت کارانو ته د دولت له نه پاملرنې هم شکايت کوي او وايي چې د اسانتياوو نه برابرېدو له امله يې اقتصادي فعاليت خورا ټکنی دی.

يو تن سوداګر خالد نوابزی وايي چې د کرونا ناروغي د خپرېدو له امله له ګاونډي پاکستان سره تړل شوې ټولې لارې پرانيستل شوې، خو د ډنډپټان-پاړه چنار سوداګريزه لار لا هم تړلې پاتې ده.

نوابزي وويل: ((ولې پکتيا سره دوه ګونی چلند کيږي؟ آيا دا بندر نه دی؟ آيا د پکتيا تجاران دولت ته ماليه نه ورکوي؟ وزارت خارجه او بل مسوول ارګان په دې اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دی کړی.))

د پکتيا ولايت د صنايعو خونې مشر فضل الدين جلالزی هم شته حالت خواشينوونکی بولي او وايي چې شاوخوا درې سوه صنعت کارانو د دغه ولايت په صنعتي پارک کې د پانګونې لپاره نومليکنه کړې، خو په خبره يې د شاوخوا ديارلس کلونو په تېرېدو لا د ياد پارک لس سلنه چارې هم نه دي تر سره شوي.

جلالزي زياته کړه: ((تر نن ورځې پورې دولت د پکتيا صنعتکار ته څه کړي؟ د افغانستان ۴۰ فيصده صنعتکاران پکتياوال دي، پکتياوال په ټولو ولايتونو کې صنعت کوي، خو دولت د پکتيا د صنعت پر وړاندې ملا ماتوونکی چلند غوره کړی دی.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري هم دولت له دغه ولايت او ادارو سره پر ناوړه توپيري چلند تورنوي او زياتوي چې ښاروالي صنعتکارانو ته د لازمو خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلې ده.

قادري وايي: ((په دې خاطر چې ډېرې ستونزې حل شي، له ښاروالي غواړو، هغه پيسې چې دوی يې له ښاريانو اخلي، بېرته د ښار په ښکلا او خدماتو وړاندې کولو ولګوي.))

د پکتيا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د سوداګرو او پانګه والو ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د يادې سوداګريزې لارې تړل کېدو له امله تر دمه افغان سوداګرو ته شاوخوا ۷۰ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

د يادې خونې مشر عبدالنصير عالميار وويل چې په پکتيا کې د شته فابريکو څښتنان هم ډېری خام توکي له يادې لارې هېواد ته واردوي، چې اوسمهال يې چارې له خنډ سره مخ دي.

عالميار وويل: ((دا ترانزيټي لاره ده، تړل کېدل يې هم تجارانو ته او هم هغو کسانو ته لويه ستونزه ده چې چې په دې بندر کې په کار مصروف دي. زموږ جدي غوښتنه دا ده چې دا لاره پرانيستل شي او رسميت او ترانزيټي کېدو ته يې کار وشي.))

بلخوا په پاکستان کې افغان سفير لطف الله مشعل پر خپل فېسبوک ليکلي چې د روانې چنګاښ مياشتې په ۲۲ نېټه به د ډنډپټان-پاړه چنار او د پکتيکا انګور اډه لويې لارې د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره پرانيستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.