ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د بندیانو او بین الافغاني مذاکراتو طرحه راتلونکې اوونۍ نهایي کیږي

ولسمشر: د بندیانو او بین الافغاني مذاکراتو طرحه راتلونکې اوونۍ نهایي کیږي

author avatar
2 Jul 2020 - 11:43
ولسمشر: د بندیانو او بین الافغاني مذاکراتو طرحه راتلونکې اوونۍ نهایي کیږي
author avatar
2 Jul 2020 - 11:43

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو او دبندیانو د خوشې کولو وروستۍ طرحه راتلونکې اوونۍ نهایي کیږي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې تېره شپه په ملي تلوېزیون کې د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي او ددې ترڅنګ یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

هغه د افغان سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه وویل، احتمال شته چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت مذاکرات په قطر کې وشي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې په دې برخه کې اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې، چین او روسیې هم وړاندیزونه کړي دي، کېدای شي افغان حکومت له جاپان څخه هم د کوربه توب غوښتنه وکړي.

د نوموړي په وینا، طریقه به داسې وي چې ټول مذاکرات به په یوه هېواد کې نه وي، د حکومت غوښتنه داده چې ټول باید په کې شامل وي او په راتلونکو اوونیو کې به یې ترتیبات ونیول شي.

ولسمشر غني وویل چې په راتلونکو اوونیو کې به له ۱۸ دوستو او ګاونډیو هېوادونو سره بحث وشي څو د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع ترلاسه شي.

جدي هڅې په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو له لوري روانې دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات وشي، خو تر اوسه ددغو مذاکراتو لپاره ځای او نېټه نه دي ټاکل شوي.

خو ولسمشر اشرف غني وویل چې راتلونکې اوونۍ د یکشنبې تر ورځې پورې د بندیانو موضوع یو طرفه کیږي او په همدې اوونۍ کې به د بین الافغاني مذاکراتو نېټه هم په ډاګه شي.

د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې لاس لیک شوې د افغانستان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان ۱۰۰۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو د موافقې له لاسلیک کېدو څخه د څلورو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه ددغه شمېر بندیانو خوشې کول نه دي عملي شوي او مذاکرات هم نه دي پیل شوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه نږدې څلور زره طالب بندیان خوشې کړي او طالبان هم ادعا کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو ۷۰۰ منسوبین یې خوشې کړي، خو تر دې دمخه افغان مقاماتو په وار وار ویلي چې ټول هغه کسان چې طالبانو خوشې کړي پوځیان نه دي او ملکي وګړي هم په کې شامل دي.

ولسمشر غني په یاده مرکه کې وویل چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به د بندیانو د خوشې کولو طرحه بشپړه شي، خو ټینګار یې وکړ چې که طالبان افغان پوځیان خوشې نه کړي د طالبانو پاتې بندیان به هم ازاد نه کړي.

ده زیاته کړه : "د بندیانو خوشې کول تبادله ده، طالبان باید د دولت بندیان خوشې کړي، پرته له هغه د زندانیانو خوشې کول یو اړخیز نه شي کېدای.".

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.