د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډه کمېټه جوړوي

افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډه کمېټه جوړوي

Jul 02, 2020 - 20:37

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹):د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان ولسمشرانو وویل چې د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درېیو هیوادونوګډه کاري کمېټه جوړه شي.

د ولسمشر د ویاند  دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د ولسمشرانوو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغانستاان د ولسممشر محمداشرف غني په نوښت نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

 سرچینه لیکي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د درې واړو هېوادونو د ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه د اذربایجان  د ولسمشر الهام علي اوف وړاندیز ته په اشارې وېیلی چې د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او اړوندو وزیرانو په کچه دغه ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او خپل ربع وار راپورونه به په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو ولسمشرانو وسره شریکوي.  

غني وېیلي چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اذربایجان او ترکمنستان دولتونو او خصوصي سکتور سره ګډ کار ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال دې د مرمرو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه  چې د افغانستان دولت پلان لري چې یو اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه اباده او د کرنې وړ  وګرځوي.

ولسمشر غني همدارنګه د اذربایجان او ترکمنستان له ولسمشرانو څخه غوښتي چې په خپلو هیوادونو کې افغان سوداګرو تهت ګمرکي اسانتیاوې برابرې کړي.

 هغه زیاته کړې چې افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ۴ زره څخه تر ۶ زره کیلو متره اورګاډي پټلۍ ته اړتیا لري او نړیوالو همکارانو یې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی. 

د ده په وینا، افغانستان د اوسپنې لوی کانونه لري چې په دې برخه کې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان دولتي او خصوصي سکتور ګډ کار او پانګونه کولای شي.

هغه زیاته کړې چې، د درې واړو هیوادونو اړوند وزیران دې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ګډ کار وکړي.

 غني وېیلي:« په افغانستان کې اته  وچ بندرونه معیاري کوو. امریکا، اروپایي ټولنه او اسیا پراختیایي بانک د مالي تضمینونو په برخه کې مرستې ته چمتو دي. موږ د انرژۍ د انکشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لرلي او موخه مو داده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ له اذربایجان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته  د انرژۍ دهلېز ایجاد کړو.»

محمداشرف غني د نوري فایبر دهلېز په باره کې د ترکمنستان د ولسمشر وړاندیز مهم وباله او وې ویل دا به منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او حتی تر چین پورې یو مثبت بدلون راولي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وېیلي:« موږ د سولې خبرو ته ژمن یوو او د تلپاتې سولې د تامین لپاره جدي کار کوو. زموږ د بهرنیو چارو وزارت  به د سولې مذاکراتو په اړه د ۱۸ ګاونډیو او سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره غونډه وکړي.»

ورپسې د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف د ولسمشر غني  د دغې درې اړخیزې غونډې جوړولو د نوښت ستاینه وکړه او دا یې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د اوسنۍ همکارۍ د ارزونې او راتلونکو انکشافاتو لپاره ګټوره وبلله.

هغه زیاته کړه، اذربایجان له افغانستان او ترکمنستان سره نږدې دوستانه او سوداګریزې اړیکې لري او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې پوځیان د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي.

 د اذربایجان ولسمشر وایي، په ۲۰۱۸ کال کې لاجورد لارې سره  د باکو له یوځای والي وروسته له افغانستان څخه د ترکمنستان له لارې اذربایجان ته سوداګریزه کارګو ولېږدول شوه.

 هغه زیاته کړه:« کرونا ویروس زموږ هیوادونو اونړۍ کې لویې ستونزې او ناوړه اغېزې  رامنځته کړي چې د مخنیوي لپاره یې د هیوادونو ترمنځ  یووالي، همغږۍ او مرستې ته اړتیا ده.»

هغه زیاته کړه، د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او نورو اړوندو وزیرانو  ګډه کاري کمېټه ایجاد شي.

دغې درې اړخیزې غونډې ته د وینا پرمهال د ترکمنستان ولسمسشر قربانقلي بردي محمدوف وویل چې درې واړو هیوادونو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه همکاري او همغږي لرله.

قربانقلي بردي محمدوف زیاته کړې: « موږ یونوی میکانیزم ایجاد کړی چې له مخې به یې هم ځواب ویونکي واوسو او هم به خپلواوګاونډیو هیوادونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره  د کرونا د خپرېدو د مخنیوی خوندي چاپېریال  ولرو. »

 هغه زیاته کړه چې د  توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هیواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي.

 د ده په وینا، ترکمنستان، افغانستان او اذربایجان هیوادونه کلتوري، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د ودې لپاره به یې لا زیات کار وکړو او همدارنګه په سیمه کې سوله، ثبات ، ګډ پوهاوی د دې هیوادونو لپاره مهم ارزښت دی.

 نوموړي د سوداګریزې راکړې ورکړې او د توکو د لېږد لپاره د تعرفې واحدې پالیسۍ پرموجودیت او د ګمرکي پالیسۍ پر ساده کولو ټينګار وکړ.  

سرچینه لیکي چې غني د اذربایجان او ترکمنستان ولسمشرانو له ګډون، ویناوو او وړاندیزونوڅخه په مننې په دغه کنفرانس کې وېیلية« زموږ ګډ اقتصادي راتلونکی زموږ او تاسو په هراړخیزه همکارۍ پورې تړلی دی.» 

همدارنګه غني د ګډې کاري کمېټې د ایجاد، د تعرفې پالیسي، د ګمرکي پروسو د اسانولو، ټرانزیټ او همکاریو، د لوژستیکي مرکز او مډرنو ټرانسپورټي زیربناوو د ایجاد په برخو کې د شويو وړاندیزونو هرکلی کړې  او د هیوادونو د همکاریو، اتصال،  راکړې ورکړې او انکشاف لپاره یې ګټور بللي دي.

غني د درې واړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي تطابق د ټینګار ترڅنګ د معلوماتو تبادله هم مهمه بللې او زیاته کړې ییې ده چې ،د توکو د لېږد لپاره د  ګډو اقداماتو د انسجام او موثر انتقال په خاطر اقینه او تورغونډۍ بندرونه چمتو دي چې د اذربایجان د خصوصي سکتور او دولت په همکارۍ ګډ کار وکړو.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وېیلي چې د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو ګډه کاري کمېټه دې د روان کال په جولای میاشت کې خپله لومړنۍ کاري غونډه وکړي.

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan