د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان بانک پر فساد د تورونو کارکوونکو دوسیه لويې څارنوالۍ ته رسېدلې ده

د افغانستان بانک پر فساد د تورونو کارکوونکو دوسیه لويې څارنوالۍ ته رسېدلې ده

Jul 02, 2020 - 20:41

کابل(پژواک،۱۲سرطان ۹۹): لويه څارنوالي وايي، د افغانستان بانک د هغو کارکوونکو اړوند دوسیه چې پر اداري فساد تورن دي، دغې ادارې ته رارسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د افغانستان بانک سرپرست اجمد احمدي، د بانک لومړی مرستيال وحیدالله نوشېر، د بانک دویم مرستيال محمدقسيم رحيمي او د دې بانک درې نور کارکوونکي په فساد کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه کړل او د بانک امنيتي کسانوو ته یې دنده ورکړې وه چې له دندو ګوشه شوي دغو کسانو ته بانک ته د ننوتو اجازه ورنه کړي.

د احمدي دغه کړنه له غبرګونونو سره مخ شوه تر دې چې د ملي شورا دواړو جرګو د افغانستان بانک د سرپرست دغه کړنه له قانون او اصولو سره په ټکر کې وبلله.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن رسنيو ته ويلي چې د افغانستان بانک د هغو کارکوونکو دوسیې چې اداري فساد کې په لاس لرلو  تون دي، دغې ادارې ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه:"قضيه د مطالعې لپاره د دې ادارې کارپوهانو ته سپارل شوې، دا چې په دې اړه به څه پرېکړه کیږي، تر مطالعې او کتنې وروسته به د قانون د حکمونو په رڼا کې اطلاع رسونه وشي."

په ورته مهال د افغانستان بانک لرې کړی شوي لومړی مرستيال وحیدالله نوشېر په خپله فېسبوکپاڼه په دې اړه د ولسمشر غني او ملي شورا له قانوني دریځ څخه هرکلی کړی.

هغه د ولسمشر له هغه اعتماد څخه چې دی یې د بانک لومړی مرستیال او سرپرست ګومارلی و، مننه کړې، وېیلي یې دي چې د جولای د مياشتې په لومړۍ نېټه يې د ولسمشر د شفاهي هدايت له مخې خپله استعفی د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته وړاندې کړې ده.

نوشېر په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي:" مننه له ولسمشر غني څخه چې په خپله روستۍ مرکه کې چې د ملي راډیو ټلویزيون له لاره خپره شوه او د قانون اساسي پر اصولو یې ټينګار وکړ، ویې وېیل تر هغه چې ګناه ثابته نه شي د بې ګناهۍ تصور نه شو کولای، نو د اساسي قانون په رڼا کې داصولو له مخې دې د بانک دويم مرستيال محمد قسیم رحیمي او هغه نور کارکوونکي تر هغه کولای شي خپلو دندو ته دوام ورکړي تر څو چې د محکمې له خوا تورن نه وي پیژندل شوي."

هغه دغه راز له احمدي غوښتي چې قانون ته درناوی ولري او هېڅوک له خپلو قانوني حقونو بې برخې نه کړي.

 

 

 

 

 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan