ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: پر کرونا ويروس د اخته کسانو نيمايي شمېر بېرته روغ شوي

د عامې روغتيا وزارت: پر کرونا ويروس د اخته کسانو نيمايي شمېر بېرته روغ شوي

author avatar
2 Jul 2020 - 13:29
د عامې روغتيا وزارت: پر کرونا ويروس د اخته کسانو نيمايي شمېر بېرته روغ شوي
author avatar
2 Jul 2020 - 13:29

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې تر اوسه ٣٢٠٢٢ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي چې له دې شمېرې څخه ١٦٠٤١ يې بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٨٦ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٢٠٢٢ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ١٢ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥١٩ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ١٨٦ يې مثبت دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٢٠٢٢ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شويو پېښو کې ٦١ په کابل، ٣٤ په هرات، ٣١ په دايکنډي، ١٦ په کندوز، ١٤ په بلخ، اووه په لوګر، شپږ په کندهار، شپږ په پروان، درې په بغلان، دوه-دوه په ميدان وردګ، غور او لغمان او يوه-يوه هم په ننګرهار او هلمند ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٤٠ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ١٦٠٤١ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٣ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٨٠٧ ته ورسېد.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.