جلال اباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ اجرائیه امر ټپي کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۲مه پژواک اژانس ته وویل چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د پښتونستان له څلورلارې سره د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر عبدالواسع هجرت پر موټر وشوه.
هغه زیاته کړه چې د چسپکي ماین په دې چاودنه کې هجرت له دوو نورو کسانو سره ټپي شوی او موټر یې سوځېدلی دی.
خوږیاڼی وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو د هجرت روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن