ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د طالبانو بريد کې ۱۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ننګرهار کې د طالبانو بريد کې ۱۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
2 Jul 2020 - 10:54
ننګرهار کې د طالبانو بريد کې ۱۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
2 Jul 2020 - 10:54

جلال اباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو پر يو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه کړي چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، وسله والو دوه پوستې هم سقوط کړې، خو چارواکي وايي سرتېرو تکتيکى شا تګ کړی.

 د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د سنګانې سيمې پر پوستو تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو ډله ييز بریدنه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو بريدونو کې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه دا هم وويل چې سرتېرو له دوو پوستو تاکتيکي شاتګ کړی و خو وروسته چې وسله وال تللي بېرته ور ستانه شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وويل، د نښتې پر مهال دواړو لورو درنې او سپکې وسلې استعمال کړې او يو سرتېری په کې وژل شوی هم دی. 

دی وايي، ښايي وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي خو سيمه کې کوم جسد نه دی تر سترګو شوی.

د سيمې دغه اوسېدونکی وايي، وسله والو دوه پوستې هم سقوط کړې وې خو وروسته يې بېرته پرېيښې دي.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.