د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نږدې ۱۰۰ پولیسو ته د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې مرګ ژوبله اوښتې

نږدې ۱۰۰ پولیسو ته د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې مرګ ژوبله اوښتې

Jul 02, 2020 - 15:37

کابل ( پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۸۳۳ عملياتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۵۶۲۰ کسان نيولي دي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو ځواکونو د رياست سرپرست سمونوال امرخدا دروازي، د چنګاښ په ۱۲مه، د نشه يي توکو پر ضد د عامه پوهاوي د کمپاين د پیل پر مهال یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل، د روان ميلادي کال له پیل څخه تر دې دمه ۱۲۷۰ ټنه بېلا بېل ډول نشه يي توکي نيول شوي او ۷۱۰ ټنه يې نور يې له منځه وړي.

ده همداراز زياته کړه، د هېواد په ځينو ولايتونو کې يې ۷۰۰ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

دروازي وایي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پر مهال ۲۷ پوليس وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، د دغو عملياتو په ترڅ کې يې ۱۰۵ هغه لابراتورونه او زېرمې هم له منځه وړي چې نشه يي توکي په کې تولیدېدل.

په ورته وخت کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاين د نشه یی توکو د قاچاق د کموالي په موخه پيل شوی دی.

هغه زیاته کړه، په تېره یوه اوونۍ کې يې د کابل پر دروازو (کابل ـ تورخم ، کابل پروان، کابل ـ مزارشريف ) کې يې په څه کم درې زره موټرو ته د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد کمپاين کړی او چاپ شوي توکي يې پرې لګولي .

د موحد په وینا، د نشه يي توکو د قاچاق پروړاندې دا ډول کمپاینونه په څو مشخصو ولايتونو کې روان دي او همداراز هر کال په لسو هغو ولايتونو کې به جريان ولري چې د کابل زون مربوط کيږي.

ده زیاته کړه چې د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد کمپاينونه د کرونا ويروس له راتګ سره اغېزمن شوی خو په راتلونکي کې به لومړی د کابل ښار او وروسته به په ټولو ولايتونو کې ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan