د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نړۍ کې له کرونا د روغ شویو کسانو شمېره شپږ میلیونو ته ورسېده

په نړۍ کې له کرونا د روغ شویو کسانو شمېره شپږ میلیونو ته ورسېده

Jul 02, 2020 - 12:03

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا د روغ شویو کسانو شمېره شپږ میلیونو ته رسېدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو اوس په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره لس میلیونه او ۸۰۰ زرو کسانو ته ورسېده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه شپږ میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تر اوسه له کرونا څخه ۵۲۰ زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې, دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره دوه میلیونه او ۷۰۰ زرو کسانو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي، دغه راز امریکا کې ۱۳۰ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته یو میلیون او ۴۲۰ زره کسان پرې اخته او ۶۰ زره کسان مړه شوي دي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۶۴۵ زره کسان پرې اخته ، خو څه دپاسه نهه زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته په هندوستان کې هم کرونا په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او هلته د ناروغانو شمېره ۶۰۰ زرو ته رسېدلې او ۱۶نیم زره کسان مړه شوي, دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۳۲ زره کسان پرې اخته، ۸۰۷ کسان مړه او تر ۱۶ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan