د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د ختيځ زون ديني عالمان: طالبان دې د امریکا په څېر له افغانانو سره هم د سولې تړون وکړي

​د ختيځ زون ديني عالمان: طالبان دې د امریکا په څېر له افغانانو سره هم د سولې تړون وکړي

Jul 02, 2020 - 16:56

جلال اباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹): د ختيځ زون يو شمېر ديني عالمانو د يوې غونډې پر مهال پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له امريکا سره د سولې لپاره پر شوي هوکړه ليک دې عمل وکړي او دغه راز دې حکومت هم د سولې لپاره توافق ته زمينه برابره کړي.

دوی په ورته وخت کې د سولې د راتګ او يو شمېر نورو ستونزو د حل لپاره د ختيځ په کچه د ديني عالمانو يوه عالي شورا هم جوړه کړه چې په خبره يې د سولې غږ به پورته کوي او شخړو کمېدو ته به کار کوي.

ياد ديني عالمان د چنګاښ په ۱۲مه په جلال اباد ښار کې راټول شوي وو او جګړه کې ښکېلو دواړو غاړو باندې يې غږ وکړ چې د سولې او ټيکاو لپاره ګډ کار وکړي.

ديني عالم مولوي محمد صادق وويل، دوی (ديني عالمان) حاضر دي چې د سولې په اړه له دواړو لورو سره خپل نظريات شريک کړي او د يوې افغاني سولې لپاره زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ علماء ټول سوله خوښې دي او په دواړو جوانبو د جنګ غږ کوي، د صلحې هم طالبانو ته چې د صلحې لپاره کوم توافق شوی له خارجيانو سره، د هغې مطابق دې قدم په قدم مخکې ځي او هغې نه دې تخطي نه کوي او پر حکومت باندې هم غږ کوو چې د صلحې لپاره په کوم توافق خبره شوې وه، د هغې موافق دې حکومت هم قدم په قدم باندې مخکې لاړ شي.))

بل ديني عالم مولوي امان الله وويل، ممبر د سولې راتګ او نورو شخړو د حل لپاره د غږ اوچتولو ښه ځای دی چې دوی همدې چارې ته په کتو د ختيځ په کچه د ديني عالمانو يوه عالي شورا رامنځته کړه.

دی وايي، که د ديني عالمانو اتحاد او يووالی رامنځته شي نو ورسره ولس هم په اتحاد کېږي او سوله ورسره راتللی شي.

ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد د ديني عالمانو د دغه احساس قدرداني وکړه او د ختيځ زون د ديني عالمانو شورا رامنځته کېدل يې يو ښه کار ياد کړ.

دی هم وايي چې د ديني عالمانو يووالی د يوې ټولنې د پرمختګ او جګړو د ختم لپاره ګټور کار دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan