د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​یوناما: له بین الافغاني مذاکراتو مخکې دې تاوتریخوالی کم شي

​یوناما: له بین الافغاني مذاکراتو مخکې دې تاوتریخوالی کم شي

Jul 02, 2020 - 11:59

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر د ملکي وګړو د پراخ خوندیتوب او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په درشل کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د چنګاښ په ۱۲مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ په روانه میاشت کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) پر ښکېلو غاړو ټینګار کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او د دوحې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د انسانانو د ژوند ژغورنې په موخه جګړه کمه کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو په اړه اندېښمن دی چې په ترڅ کې یې د افغانستان د مدني ټولنې غړي په نښه شول.

یوناما ویلي، د مذهبي مشرانو، روغتیايي کارکوونکو، د عدلي او قضايي ادارو د غړو، د مدني ټولنې د فعالینو، د غیر حکومتي سازمانونو (انجیوګانو) او ژورنالېستانو پر ضد قصدي بریدونه زړه بوږنوونکي دي او د منلو نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه له چارواکو غواړي چې د بریدونو ترسره کوونکي حساب کتاب ته راکاږي او د مدني ټولنې له غوړېدونکي سکټور څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز ویلي: "د بېساري بین الافغاني خبرو اترو د پیل په درشل کې افغانان یو لړ زړور تصمیم نیولو او فوق العاده کار ته اړتیا لري. زه ښکېلې خواوې هڅوم چې د ملکیانو خوندیتوب او د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړنیو او کلکو ګامونو په پورته کولو سره سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه او اړین بنسټ کېږدي."

هغې چې د یوناما مشره هم ده، زیاته کړې: "دلته یو شمېر شر غوښتونکي شته او نه غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي. مهمه نه ده چې دوی د سولې بهیر د خنثی کولو لپاره کوم تاکتیک کاروي، خو دوی ته باید اجازه ورنه کړل شي چې بریالي شي."

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لومړنۍ موندنې ښيي چې د ملکیانو په وړاندې د قصدي بریدونو له کبله څه باندې ۸۰۰ ملکیان وژل شوي او ټپیان شوی دي.

یوناما تقریباً د دغو نیمايي ملکي تلفاتو (مرګ ژوبلې) مسوولیت طالبانو ته راجع کوي.

ملګري ملتونه یو ځل بیا ټینګار کوي هغه بریدونه چې په قصدي توګه د افغانستان ملکي وګړي په نښه کوي له نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې ممکن جنګي جرمونو وبلل شي.

یوناما په ملکي مېشتو سیمو کې د ځمکنیو نښتو پر مهال ملکي وګړو ته د غیر مستقیمو ډزو له امله دوامداره زیانونو اوښتلو ته پام راګرځوي چې د ۲۰۲۰ کال په دویمه ربع کې د ملکي تلفاتو شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما لومړنۍ موندنې ښیي چې د جون په ۲۹مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې لسګونه ملکي تلفات د طالبانو د ډزو په ځواب کې د ملي اردو له خوا د توغول شوو هاوانونو په پایله کې هغه مهال رامنځته شو چې هاوانونه له ټاکل شوي هدف لرې په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي بازار لیګېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، د ملکي تلفاتو تایید لاهم دوام لري او یوناما به د جولای په میاشت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د نیمایي کال په راپور کې دغه شمیرې خپرې کړي. سربېره پر دې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د کارولو له امله د ملکي تلفاتو په برخه کې زیاتوالی راغلی؛ د کوچني اختر له اوربند یوه اوونۍ وروسته ځای پر ځای شوي ماینونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عمده لامل و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan