کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹) : د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته د افغانستان امنیتي حالت په هکله په خپل یوه راپور کې ویلي چې وسله وال طالبان د هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکارۍ ته دوام ور کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، طالبان به له القاعدې سره اړیکې پرې کوي او له امریکا سره به په ګډه پر ضد يې مبارزه کوي.
خو دامریکا ددفاع وزارت یا پنټاګان تازه راپور کې ویلي ، له القاعده سره اړوند سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکې جوړوي او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې "تلپاتې ګټې" ویني.
په دې راپور کې زیاته شوې، وروستیو میاشتو کې طالبانو د هند نیمه وچه کې د القاعده له څانګې سره همکاري روانه ساتلې ده.
د امریکا دفاع وزارت کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرله پسې د طالبانو له ټیټ پوړو غړو سره د افغان حکومت په کمزورولو کې همکاري کوي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کلني راپور کې هم ویل شوي وو، چې طالبان اوس هم له القاعدې سره قوي اړیکې لري او سلا مشورې هم ورسره کوی، خو طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړی و.
خو د امریکا ددفاع وزارت د راپور په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د پنټاګان په دې راپور کې دغه راز ویل شوي چې ایران له طالبانو سره په ځیرکانه ملاتړ او له افغان حکومت سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په هڅو سره افغانستان کې خپلې موخې تعقیبوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن