ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خاکجبار کې یوې جرګې د ۱.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت خلکو ته وړیا درمل ووېشل

خاکجبار کې یوې جرګې د ۱.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت خلکو ته وړیا درمل ووېشل

author avatar
3 Jul 2020 - 16:30
خاکجبار کې یوې جرګې د ۱.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت خلکو ته وړیا درمل ووېشل
author avatar
3 Jul 2020 - 16:30

کابل(پژواک، ۱۳ چنګاښ۹۹): د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د "خاکجبار ګډې جرګې" په نوم یوې ټولنې له کرونا سره د ښې مقابلې لپاره څه باندې ۲۵۰۰ اړمنو ناروغانو ته د نږدې یو میلیون او ۶۰۰زره افغانیو په ارزښت درمل ووېشل.  

دا جرګه د خاکجبار ولسوالۍ اړوند تېر کال له لسګونو ځوانانو جوړه شوې چې په دې سیمه کې له اړمنو سره له مرستو سربېره د خلکو د پوهې لوړولو او یووالي لپاره کار کوي.  

د عدنان ساحل په نوم د خاکجبار ګډې جرګې یوه غړي پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ په ډېرېدو شوه او د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې هم د یادې ناروغۍ مثبتې پېښې او نښې نښانې ولیدل شوې، نو ځکه دوی لاس په کار شو ترڅو خلکو ته اړتیاوې لرې کړي.  

دی وایي، د خاکجبار ګډې جرګې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د خاکجبار په اړوند خوردکابل، ملنګ، چینار، زندان او چکري کلیو کې د طبي کمپونو په جوړولو سره څه باندې ۲۵۰۰ بېلابېلو ناروغانو سره یوه ناروغ ته شاوخوا د۶۰۰ افغانیو په ارزښت وړیا مرسته وکړه چې ټوټال ټولې ۱.۶ میلیونه افغانۍ کېږي.  

هغه زیاته کړه، دا مرسته د دغې جرګې غړو په افتخاري ډول او خپله سیمه کې د ستونزو ختمولو په نیت د ځانګړې بسپنې په توګه راټوله کړې ده.   

د جرګې یوه بل غړي خالد پشتون پژواک ته وویل، د دغو کمپونو له لارې یې د داخلي ناروغیو سربېره د ملاریا ټېسټ او نسایي ولادي ناروغیو د درملنې لپاره د متخصصینو له خوا ځانګړي درمل ووېشل.  

دی وایي، دې کار یې ښه پایله ورکړې، ځکه دوی له هغو ناروغانو سره په وخت مرسته وکړه چې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ وو او یا د غربت له امله یې روغتونونو ته لاسرسی نه و.  

هغه زیاته کړه:"ځینې هغه ناروغان چې ناروغۍ یې جدي او قوي وې، د کابل ښار ځینو روغتونونو ته یې په ۵۰ سلنه تخفیف ور وپېژندل."   

د چکري کلي یوه اوسېدونکي نور الله پژواک ته وویل، د خاکجبار خلک ډېر مجبور دي، له ټولو هغو خلکو مننه کوو چې په دې مهم وخت کې یې له موږ سره مرسته وکړه. دی وایي، حکومت دې هم د دې سیمې خلکو ته پاملرنه وکړی ترڅو له بې وزلۍ ووځي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.