کابل (پژواک،١٣چنګاښ ٩٩): د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې ویلي چې د بین الافغاني خبرو پیل کې ځنډ ددغې پروسې د تخریب لپاره زمینه برابروي.
هغه دا څرګندونې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې شورا له رییس ډاکتر عبدالله د ویډیویي کنفرانس له لارې چې د سولې اړوند و، کړې دي.
ده د افغان حکومت له مشرانو سره د خبرو پرمهال د بین الافغاني مذاکراتو پیل کې ځنډ د سولې پروسې د تخریب په مانا بللی دی.
دغه راز په افغانستان کې د ملګروملتونو استازې دیبرا لاینز تېره ورځ ویلي و چې ځینې مخربې ډلې په دې هېواد کې د جنګ پر دوام ټینګار لري، خو ګواښ یې کړی و چې دوی به هغوی ته د سولې پروسې د تخریب اجازه ور نه کړي.
د خلیلزاد په خبره، په دې ویدیويي کنفرانس کې د سولې د اقتصادي اغېزمنتوب او د هغو ستونزو په اړه چې په افغانستان کې د جنګ لامل شوي، خبرې کړې دي.
خلیلزاد د افغان سولې پروسې د ملاتړ او په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه تېره اوونۍ د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې خلیلزاد به قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفرونه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن