کابل(پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې ۴۶ پولیس له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې، اعاشه کې د فساد او د نورو تورونو په تړاو په اووه ولایتونو کې نیول ښوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د چنګاښ په ۱۳مه پژواک ته وویل، دغه پولیس یې کاپیسا، جوزجان، تخار، نورستان، ننګرهار، سمنګان، سرپل، لغمان، پکتیکا، پکتیا، بلخ، هلمند، پروان، غزني، خوست، غور او فراه ولایتونو کې نیولي او دوسیې یې نظامي څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.
هغه وایي چې د کورنیو چارو وزارت ډاد ورکوي چې د اصلاحاتو راوستو او د فساد پرضد مبارزه کې به هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
ارین وایي: (( د فاسدو ځای د پولیسو لیکې نه ، بلکې زندان دی .))
د هغه په وینا، د اصلاحاتو لړۍ د پولیسو په ټولو قدمونو کې په شدت دوام لري .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن