ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د نهرین امنیه قوماندان له پنځو پولیسو سره ټپي او دوه نور وژل شوي

د بغلان د نهرین امنیه قوماندان له پنځو پولیسو سره ټپي او دوه نور وژل شوي

author avatar
3 Jul 2020 - 14:47
د بغلان د نهرین امنیه قوماندان له پنځو پولیسو سره ټپي او دوه نور وژل شوي
author avatar
3 Jul 2020 - 14:47

پلخمری (پژواک،۱۳چنګاښ ۹۹): د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې دسړک غاړې ماین په یوه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او د یادې ولسوالۍ دامنیه قوماندان په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي .

دنهرین ولسوالۍ یوه دولتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک ته وویل: (( یوه ډله وسله والو طالبانو نن سهار دنهرین ولسوالۍ په اره کش سیمه کې د سړک پر سر تالاشي کوله, دنهرین ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري عبدالوارث احمدي سره له یو شمېر پولیسو سیمې ته ورځي چې دحافظ بچه په نوم سیمه کې یې پر هاموې د سړک غاړې ماین چاودنه کوي.))

سرچینه وايي چې په دغه چاودنه کې د نهرین قوماندان له پنځو پولیسو سره ټپي شوی او دوه نور پولیس وژل شوي هم دي .

د نهرین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ابراهیم خان هم پژواک ته وویل چې نن سهار طالبانو غوښتل د آره کش سیمې له خوا نهرین ته غځېدلې لار وتړي, پولیسو یې دمخې نیولو په موخه عملیات پیل کړل چې په دغه جګړه کې قوماندان وارث سره له یو شمېر ملګرو یې ټپي شوی او دوه پولیس وژل شوي هم دي .

بغلان دامنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت دپولیسو پر موټر دماین چاودنې پېښه تایيدوي او وايي, دغه چاودنه مرګ ژوبله هم لري خوزیاتوي چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو دنه فعالیت له امله یې تراوسه بشپړ جزییات نه دي ترلاسه کړي .

یاده دې وي چې ددغې ولسوالۍ د شیخ جالال په نوم سیمه کې هم په یوه ورته پېښه کې ۹ ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.