ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د یوې وکیلې ورور ووژل شو

د ولسي جرګې د یوې وکیلې ورور ووژل شو

author avatar
3 Jul 2020 - 17:23
د ولسي جرګې د یوې وکیلې ورور ووژل شو
author avatar
3 Jul 2020 - 17:23

 شبرغان(پژواک،۱۳ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې د یوې وکیلې ورور نن غرمه مهال په شبرغان ښار کې د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو

  د جوزجان امنیه قوماندان سمونوال عبدالواحد " وجدان "وویل چې دغه پېښه نن غرمهال مهال دشبرغان ښار د هزارفامیلوته څېرمه رامنځته شوې.

 ده زیاته کړه: (( حاجي اعجازالحق پرموټرسایکلشبرغان ښار ته روان و چې د یوه کس له لوري پر ډزو ووژل شو او یاد کس له سمې تښتېدلی دی.))

حاجي اعجازالحق په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو د استازې حلیمه " صدف کریمي ورور دی. "

امنیه قوماندان وویل چې پولیسو پنځه کسان د پېښې په تړاو نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې د پېښې علت نه دی معلوم خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

د یاد وژل شوي کس یوه خپلوان فرزین " فهیمي " وايي چې حاجي اعجازالحق څو ورځې مخکې په شبرغان کې کوژده کړې وه  او دوه ورځې مخکې شبرغان ته د خپلې د کوژدنې د لیدو لپاره تللی و.

فهیمي وویل چې اعجازالحق له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست اداري مدیر قدرت الله " بختیار" وویل چې دوی ته نن یو جسد راوړل شوی و چې پر سرلګېدلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.