د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې ۳۰۲ کسان پر کرونا اخته او ۱۲ مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې ۳۰۲ کسان پر کرونا اخته او ۱۲ مړه شوي

Jul 03, 2020 - 16:34

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۳۰۲ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۲۳۲۴ ته لوړه شوه.   

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ۱۳مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.   

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۷۷۲ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ۳۰۲ يې مثبتې دي.   

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۲۳۲۴ ته لوړه شوه.   

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۷۵ په باميان، ۴۳ په هرات، ۳۹ په کابل، ۳۸ فارياب، ۲۹ په بادغيس، ۲۴ په بدخشان، ۲۰، ۲۰ په پکتيا او سمنګان، ۱۲ په غور، نهه په تخار درې، درې په کندهار او بلخ، دوه په لوګر او يو، يو په پروان، کونړ او نورستان ولايتونو کې دي.   

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۲۹۰ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۱۷۳۳۱ ته لوړه شوه.   

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۸۱۹ ته ورسېد.   

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.   

خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.  

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan