ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تغيیر او امید ټولنه: احمد شاه بابا ته سپکاوی د منلو وړ نه دی

د تغيیر او امید ټولنه: احمد شاه بابا ته سپکاوی د منلو وړ نه دی

author avatar
4 Jul 2020 - 11:40
د تغيیر او امید ټولنه: احمد شاه بابا ته سپکاوی د منلو وړ نه دی
author avatar
4 Jul 2020 - 11:40

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۹): د تغيير او اميد اجتماعي ټولنې د ستر احمدشاه بابا امپراتورۍ ته د سپکاوي په موخه اعتراضي غونډه وکړه.

د یادې ټولنې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اعتراضیه ناسته کې د ځوان پارلمان غړو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

تېره اوونۍ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مرستیال محمد سرور جوادي هغه مکتوب خپور شو چې په کې د احمدشاه بابا له نومه د امپراتور کلمه ایستل شوې وه او دغه کار یې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شو.

خو جوادي ویلي چې د ده هدف احمدشاه بابا ته سپکاوی او له القابو سره مخالفت نه و.

د تغيیر او امید ټولنې ویلي، له بده مرغه اوس هم په دغه هېواد کې سیاستوال د پرديو د ګټو خوندیتوب او تحقق لپاره پر خپلو ملي ارزښتونو باندې پښې ږدي او د ملت جوړونې پر وړاندې په لوی لاس خنډوڼه جوړوي.

سرچینې زیاته کړې، د هند ستر فاتح لوی احمدشاه بابا هغه انسان دی چې نېکو کارنامو ته يې د نړۍ تاریخ زرین باب ځانګړی کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((که په لنډو کې ووایو ستر احمدشاه بابا له موږ څخه نړیوالو  ګاندي، اتاترک، جناح او نورو هېوادوالو ښه پېژندلی او په درنښت یې پالي.))

یادې ټولنې ویلي، احمدشاه بابا د افغانستان د تاریخ ویاړ دی او د افغانستان ویاړونو ته سپکاوی هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی.

د تغیير او امید ټولنې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې ملي ویاړونه یې سرې کرښې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې سپکاوی یې وکړي.

دوی ویلي، افغان ولس او ځوانان باید خپل اتلان، امپراتوران او واقعي مبارزین وپېژني او د هغوی له تاریخ څخه ځان خبر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت باید  دغه ډول له تاریخ ناخبر  او متعصب معین له دندې ګوښه کړي او پر ځای يې باید يو مسلکي او له تاریخه خبر کس معرفي کړي .

په پرېکړه لیک کې راغلي، د تغییر او امید اجتماعي ټولنې او ګډون کوونکي یې له دولته غواړي چې د ملي وياړونو په خاص ډول د لوی احمدشاه بابا پر نومونو باندې باید د افغانستان نور مراکز او تاریخي ځایونه ونومول شي څو دغه نوم تل ترتله روښانه پاتې شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.