کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۹) : په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی یوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
هغه چې څه موده مخکې پر کرونا اخته شوی و، د ترکیې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
له ارګ څخه د چنګاښ په ۱۴مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازی محمد یوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
ولسمشر د غضنفر پر مړینې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و چې په متحد افغانستان یې باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې. د هغه مړینه د هېواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه ده.
هغه زیاته کړې، غضنفر د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و.
ولسمشر ویلي چې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب یې د هغه له کورنۍ سره د ټیلېفوني اړیکې له لارې غمشریکي وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د محمد یوسف غضنفر د جنازې د مراسمو او خاورو ته سپارلو رسمي تدابیر ونیسي.
دغه راز د هېواد ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، دولتی چارواکو او نورو خلکو هم د غضنفر پر مړینې خواشیني څرګند ه کړې ده.
هغه د هېواد یو له ملي سوداګرو څخه و او په شمال کې یې د ګازو په برخه کې پانګونه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن