ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر یوولس میلیونو ته ورسېد

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر یوولس میلیونو ته ورسېد

author avatar
4 Jul 2020 - 12:16
نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر یوولس میلیونو ته ورسېد
author avatar
4 Jul 2020 - 12:16

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره یوولس میلیونو کسانو ته رسېدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو اوس په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره یوولس  میلیونو کسانو ته ورسېده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه شپږ میلیونه او ۳۴۰ زره کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې  تراوسه له کرونا څخه ۵۲۹  زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره دوه میلیونه او۸۹۰  زرو کسانو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي، دغه راز امریکا کې ۱۳۲  زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته، برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته یو میلیون او ۵۴۳  زره کسان پرې اخته،  او۶۳  زره کسان مړه شوي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۶۶۷ زره کسان پرې اخته، خو څه کم لس زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته په هندوستان کې هم کرونا په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او هلته د ناروغانو شمېره ۶۵۰ زرو ته رسېدلې او ۱۸ زره کسان مړه شوي، دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا،هندوستان فرانسه، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تراوسه څه دپاسه ۳۲ زره کسان پرې اخته، ۸۳۰ کسان مړه او تر ۱۷ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.