ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ننګرهار ولایت د نفوس د تثبیت لارښوونه وکړه

ولسمشر غني د ننګرهار ولایت د نفوس د تثبیت لارښوونه وکړه

author avatar
4 Jul 2020 - 17:25
ولسمشر غني د ننګرهار ولایت د نفوس د تثبیت لارښوونه وکړه
author avatar
4 Jul 2020 - 17:25

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د نفوس تثبیت جدي ستونزه وبلله او د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د تخمین او یا سروې له لارې د ننګرهار نفوس تثبیت کړي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ۱۴مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د ننګرهار ولایت له والي او بېلا بېلو استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې ویډیو کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د کابینې غړو او د یو شمېر ادارو مسوولینو حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له فساد سره د مبارزې، د ولس د باور او ملاتړ خپلولو، د امنیت د تامین، د داعش د ځپلو، کرونا سره د مبارزې، د خپلواکۍ د کالیزې او ملي بیرغ ورځې د نمانځلو او نورو برخو کې د خپلو کړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او ویې ویل، دغه بهیر باید همداسې دوام وکړي.

دغه راز د ننګرهار ولایت د بېلا بېلو برخو کې په استازیتوب یو شمېر کسانو د جوماتونو د رسمي کولو، د حج سهمیې او د حج اوقافو ریاست تشکیل د زیاتوالي، د څښاک اوبو، د اوبو د مدیریت، برېښنا، ځنګلونو، کارموندنې، د زر بستریز روغتون د کار  چټکولو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د وثیقو پروسې د اسانولو، کابل ـ جلال اباد دویم سړک جوړولو، د باغدارۍ د ترویج، څېړنیز فارم ته د ځمکې ورکولو، سکالرشیپونو، ورزشي کمپلکس، د غصب د مخنیوي، سلطانپور کې د هندوانو او سکانو هېوادوالو د ځمکې د ژمنه شوې چاردېوالي، د درملو او طبي محصولاتو لپاره د صنعتي پارک، صرافانو او تاجرانو ته د وسلو د جواز نه ورکولو، د ګمرکونو، کانونو او فابریکو اړوند ستونزو، د ښځو د حقونو، روغتیا او سولې پروسه کې د دوی د ونډې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.   

ولسمشر په خپلو خبرو کې له فساد سره د مبارزې او له ولس سره د باوري فضا رامنځته کولو له امله د ننګرهار د والي د هلو ځلو قدرداني وکړه او ویې ویل، په ننګرهار کې د اصلاحاتو دوام او ادارې پیاوړتیا حتمي ده.  

هغه د پروسو د اسانولو په موخه د برېښنایي تذکرو پر وېش ټینګار وکړ او ویې ویل، د ساساکي له لوري د ننګرهار پراختیایي پلان چمتو شوی او د دوی نږدې ټولې غوښتنې او وړاندیزونه په دې پلان کې شامل دي.

ولسمشر زیاته کړه، د دې پلان توپیر له نورو سره دادی چې عملي دی او د ویډیو کنفرانس له ګډون والو یې وغوښتل چې دغه پلان ولولي او په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.

اشرف غني د اوبود چارو د تنظیم ملي ادارې او کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په ننګرهار ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې خپل پلانونه د خلکو په غوښتنو عیار کړي او همدارنګه دې په هغو یو نیم زر جوړېدونکو کوچنیو بندونو کې چې په پام کې دي، د ننګرهار برخه ځانګړې او له خلکو سره همغږې کړي.

هغه وویل، جلال اباد ښاروالۍ ته جدي پاملرنه پکار ده او چمتو دی چې په تشکیل کې یې اساسي بدلون راوړي.

ولسمشر غني د ننګرهار د نفوس تثبیت جدي ستونزه وبلله او د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د تخمین او یا سروې له لارې د ننګرهار نفوس تثبیت کړي.

هغه زیاته کړه، د پوهنې او ښوونکو په برخه کې ننګرهار ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د اداري اصلاحاتو او ملکو خدمتونو خپلواکې ادارې ته یې په دې اړه لازمه لارښوونه وکړه.  

محمداشرف غني د جمهوري ریاست چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار خلکو سره د شویو ژمنو چې لا هم نه دي عملي شوي لېست ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.