ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو او تېلو بیې ټیټې شوې دي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو او تېلو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
4 Jul 2020 - 13:01
په کابل ښار کې د خوراکي توکو او تېلو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
4 Jul 2020 - 13:01

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ٩٨): د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې؛ خو د تېلو او لومړنیو خواراکي توکو بیې راټیټې شوې دي.

د ثابت - انلاین  خوارکي توکو شرکت د یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۵۰ کیلويي بوجۍ پاکستاني بورې پلور بیه له ۲۵۰۰ افغانۍ څخه ۳۲۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره صدیق غوړيو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې د صادروونکو هېوادونو په بازاونو کې د یادو توکو د بیو له ټیټېدو سره د افغانستان په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې ټیټې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، نن هم لکه اوو ورځو مخکې په څېر، د یو کیلوګرام عمده اندونیزیایي شین چای د پلور بیه ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږې، خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې یوه خواراکه پلورونکي محمد ذکي وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ اول سېله وریجي په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره صدیق غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۴۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوړې شوې ده.

د « You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.