ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٣٤٨ کسان پر کرونا اخته او ٧ ترې مړه شوي

​افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٣٤٨ کسان پر کرونا اخته او ٧ ترې مړه شوي

author avatar
4 Jul 2020 - 12:58
​افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ٣٤٨ کسان پر کرونا اخته او ٧ ترې مړه شوي
author avatar
4 Jul 2020 - 12:58

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ٣٤٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۲۶۷۲ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په ١٤مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٦٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٤٨ يې مثبت دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۶۷۲ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٦٨ په کابل، ٣٣ په باميان، ٢٨ په هرات، ٢٣ په بلخ، ٢٠ په بدخشان، ١٤ په بادغيس، ١٢ په نيمروز، نهه په دايکنډي، اووه په بغلان، پنځه- پنځه په پنجشېر، غور او ميدان وردګو، څلور په پکتيا، درې- درې په ننګرهار او تخار، دوه- دوه په زابل، کونړ او پروان او يوه هم په لغمان ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨٣٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٩١٦٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دغه ويروس څخه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٨٢٦ ته ورسېد.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

خو بل لور ته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر کم څرګند شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.