کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۹): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل وروستي پړاو سفر کې په دوحه کې له قطري چارواکو او د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره د سولې پروسې پر وروستیو اقداماتو خبرې کړې دي.
له خلیلزاد سره په دغه ځل سفر کې د امریکا د نړیوالې پانګونې ادارې ایډم بوهلر هم ملتیا کوله، ډېر تمرکز یې له سولې وروسته پر پانګونې او اقتصادي موضوعاتو و.
هغه نن (د چنګاښ ۱۴مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په قطر کې یې له لیدنو کتنو وروسته روان سفر پای ته رسېدلی دی.
خلیلزاد زیاته کړې چې د دغه سفر په جریان کې په لیدنو کتنو کې د سولې ترڅنګ ډېر تمرکز د افغانستان او د سولې پرمختګ لپاره پر راتلونکو اقتصادي برنامو او پانګونې کړی و.
د نوموړي په وینا، دغه راز یې له ملا برادر سره هم له سولې وروسته د اقتصادي پراختیا پر چانسونو خبرې کړې دي.
ده زیاته کړې: ((موږ پرېکړه وکړه چې اقتصادي برنامې دومره ژره نه شي عملی کېدای، خو دغه کار باید د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال ممکن کړل شي.))
زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل دغه سفر له ازبکستانه پیل کړی و او په تاشکند کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سولې او اقتصادي پروګرامونو خبرې کړې دي.
دغه راز نوموړي د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ځانګړې لیدنې کړې دي.
هغه پاکستان ته هم سفر وکړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره خبرې کړې دی.
نوموړی په دغه سفر کې کابل ته رانه غی، خو دوه ځلې یې د ویډیو کنفرانس له لارې له افغان مشرانو سره د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن