د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميوند قول اردو قوماندان د سنګين په اړه د يوناما راپور رد کړ

د ميوند قول اردو قوماندان د سنګين په اړه د يوناما راپور رد کړ

Jul 04, 2020 - 21:37

لښکرګاه (پژواک، ١٤ چنګاښ ۹۹): په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان وايي چې د سنګين ولسوالۍ په وروستي پېښه کې افغان ځواکونه دخيل نه دي او په دغه برخه کې د يوناما راپور حقيقت نه لري.

پنځه ورځې وړاندې د هلمند د سنګين ولسوالۍ د څاريو د پېر او پلور په بازار د هاوان دوه مرمې ولګېدې چې له امله يې ٢٣ ملکي کسان مړه او ١٥ نور ټپيان شول.

له يادې پېښې دوه ورځې وروسته يوناما د يوه راپور په خپرولو سره وويل چې د لومړنيو موندنو په اساس د سنيګن په ياده پېښه کې د ملي اردو ځواکونه دخيل دي.

خو په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزي نن د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د ملي اردو سرتېري هر ډز د معلوماتو، هدف، نقشې او کورديناتو پر اساس کوي.

نوموړي وويل: "موږ همدا اوس په ځينو سيمو کې ۱۸ لوی ټارګيټونه لرو، خو دا چې هغوئ په کليو او ګڼ ميشته سيمو کې دي ځنډولي مو دي او لامل يې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه ده نو بيا موږ په کومه پلمه د ملکي وګړو ډک اوونيز بازار په نښه کړو."

نوموړى تور پورې کوي چې ياد بازار د وسله والو طالبانو له لوري ويشتل شوى دى ځکه طالبانو پلان درلوده چې دويمه لوا په نښه کړي خو هدف ترې غلط شوى دى.

ده زياته کړه: "دغه ځاى زموږ له لوا نه پنځه کيلومټره فاصله لري، د هاوان مرمۍ پنځه کيلومټره لرې ځاى ته نه رسيږي."

احمدزي د يادې سيمي په اړه ځينې ويډيوګانې او انځورنه خبريالانو ته وښودل او ويې ويل چې طالبان همیشه غير معياري مرمۍ او چاودیدونکي توکي چې د ګاونډيو هيوادونو لخوا ورکول کېږي استعمالوي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لامل کيږي.

خو طالبانو د پېښې په ورځ ويلي و چې د سنګين بازار د ملي اردو ځواکونو له لوري ويشتل شوې چې په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan