کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۹): په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر او ملکي سفیر سټیفانو په بلجیم کې د دغه سازمان له مشرانو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو او سولې پروسې خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکو د چنګاښ په ۱۴مه په یوه ویډیویي پیغام کې چې پر ټویټر یې خپور کړی، ویلي چې بلجیم ته د سفر پر مهال یې د ناټو له سرمنشي او نورو مشرانو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د وسله والو طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د نه منلو بللی او هغه یې د سولې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډ په توګه یاد کړی دی.
د ناټو ملکي سفیر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو په اړه هم تمه ښودلې ده.
نوموړي چې د ناټو غړو له افغان سرتیرو څخه د ناټو د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې.
بلخوا په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې په دغه سفر کې له نوموړي سفر سره ملګری و، په ناټو کې د امریکا له استازي سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د ناټو د غړو هېوادونو نظامي چارواکو ته په افغانستان کې د روان ماموریت په اړه معلومات ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د سولې له روان بهیره ملاتړ څرګند کړی او په خبره یې په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر بیا ویلي چې دوی هر ګام په پوره دقت اخلي او ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به له افغان خاورې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ متوجه نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن