غزني ښار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې د دولت نهه وسله وال مخالفين له وسلو سره يوځاى نيول شوي دي.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې په مرکز او ولسواليو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
هغه وايي چې د دغه عملياتو په لړ کې د دولت نهه وسله وال مخالفين نيول شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې له نيول شويو کسانو څخه دوه مېله وسلې او اته سوه زره پاکستاني کلدارې هم ترلاسه شوي دي.
ده زياته کړه: "د دغه شان کسانو په نيول کېدو سره په امنيتي وضعيت کې ډېر ښه والى راځي."
داسې مهال په غزني ياد کسان نيول کيږي چې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې يواځې په غزني ښار کې درې پوليس د ناپيژانده وسله والو له لوري ترور شوي او يو بل ټپي شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن