د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د خوراکي توکو او تېلو بیې ټیټې شوې دي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو او تېلو بیې ټیټې شوې دي

Jul 04, 2020 - 13:01

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ٩٨): د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې؛ خو د تېلو او لومړنیو خواراکي توکو بیې راټیټې شوې دي.

د ثابت - انلاین  خوارکي توکو شرکت د یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۵۰ کیلويي بوجۍ پاکستاني بورې پلور بیه له ۲۵۰۰ افغانۍ څخه ۳۲۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره صدیق غوړيو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې د صادروونکو هېوادونو په بازاونو کې د یادو توکو د بیو له ټیټېدو سره د افغانستان په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې ټیټې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، نن هم لکه اوو ورځو مخکې په څېر، د یو کیلوګرام عمده اندونیزیایي شین چای د پلور بیه ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږې، خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې یوه خواراکه پلورونکي محمد ذکي وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ اول سېله وریجي په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره صدیق غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۴۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوړې شوې ده.

د «نرخ طلا و اسعار» انلاین پتې د معلوماتو پر اساس، د یو ګرام ٧٥۰ عیارو عربي سرو زرو بیه له ۳۳۰۰  څخه  ۳۴۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۶۵۰  څخه۳۰۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغو له بدلون سره اړیکه لري.

د ډېزل او پټرولو بیې راټیټې شوې دي.

د احمدیار ګروپ کمپنیو د معلوماتو پر اساس، د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه لېتر پټرولو بیه له ۳۵ څخه ۳۴ افغانیو  او د یو لېټر ډېزلو بیه له ۳۸ نه ۳۷ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د ټېلو د بیو ټیټوالی په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له ټیټوالي سره اړیکه لري.

خو د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د پل پادشاه سیمې یو ګاز پلورونکی محمد ظریف وایي چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې، یوه کیلو مایع ګاز په ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د ډالر پر واندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې، نن د جنګاښ په ۱۴مه د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۷،۲۳ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۶۴ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنګاښ په ۷مه د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۷،۱۲ او زر پاکستانۍ کلدارې په  ۴۶۳ افغانۍ بدلېدې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan