د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​په کابل ښار کې د دوو چاودنو له امله درې کسان ټپیان شوي

​په کابل ښار کې د دوو چاودنو له امله درې کسان ټپیان شوي

Jul 04, 2020 - 09:58

 کابل(پژواک، ۱۴چنګاښ ۹۹): د کابل ښار یوولسمې او دوولسمې امنیتي حوزو اړوند ساحو کې د دوو ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو له امله، د یوه ملکې وګړي په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز له پژواک سره په خبرو کې وویل چې نن سهار شاوخوا ۷:۲۰ دقیقې یوه چاودنه د کابل ښار د ۱۱مې خوزې اړوند د خیرخانې د لومړۍ حصې پر ۱۴  سړک رامنځته شوې ده.

هغه وایي چې دغه پېښه د پولیسو په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې یو پولیس او یو ملکي کس ټپیان شوي او رېنجر موټر یې هم یوڅه تخریب شوی دی.

فرامز همداراز وویل چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې هم د کابل ښار د ۱۲مې حوزې اړوند یو لنډکروزر موټر د چسپکي ماین ښکار شوی چې یو ملکي وګړي په کي برسېرن ټپي شوی دی.

د یادونې ده چې د دغو پېښو مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan