کابل( پژواک، ۱۴ چنګاښ) : محمداشرف غني نن د یوه حکم پر اساس، داقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کېدو په موخه کمېسیون وګوماره.
غضنفر پرون د ترکیې په یوه روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله مړشو.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسمشر په حکم کې راغلي، د الحاج محمدیوسف غضنفر د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو په موخه، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر په مشرۍ دولتي کمېسیون موظف دی.
سرچینې زیاته کړې، د دې کمېسیون په ترکیب کې، د ملي دفاع، کورنيو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو اوفرهنګ وزارتونو او همداراز د ملي امنیت شورا دفتر، د ملي امنیت عمومي ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست استازي شامل دي.
د جمهوررئیس د حکم پر اساس، کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ارواښاد د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کولو په موخه هر اړخیز تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن