ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېتانیا: طالبان دې نور تاوتریخوالی کم کړي

برېتانیا: طالبان دې نور تاوتریخوالی کم کړي

author avatar
5 Jul 2020 - 19:18
برېتانیا: طالبان دې نور تاوتریخوالی کم کړي
author avatar
5 Jul 2020 - 19:18

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): په کابل کې د انګلیستان سفارت د سولې خبرو پر مهال د متحد دريځ نیولو او د خلکو د حقونو خونديتوب په برخو کې د افغانستان د هڅو ملاتړ کړی او بلخوا یې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تاوتريخوالی نور باید کم کړي.

په کابل کې د انګلیستان سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د لوړې کچې تاوتريخوالي په اړه ډېر اندېښمن دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بين الافغاني خبرو اترو په درشل کې په تاوتريخوالي کې د کمښت په اړه له ژمنو نه وروسته دوی له بده مرغه په افغانستان کې د بریدونو ډېرېدو شاهدان دي، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا.

سرچينه ليکي: "موږ پر ټولو ډلو غږ کوو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۳۲ ګڼې پرېکړې درناوی وکړي چې له مخې يې بايد اختلافاتو او جګړې ته بې له ځنډه د پای ټکی کېښودل شي، څو تاوتريخوالی کم شي او هېواد ته د بشري مرستو رسولو په لار کې خنډونه لري شي."

په اعلاميه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د مدني ټولنې د غړو، ديني عالمانو او د روغتیايي کارکوونکو قصدي وژنو سخت اندېښمن کړي او دغه کار د دوی لپاره د منلو وړ نه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: "موږ د تاوتريځوالي د هغو ټولو پېښو سمه څېړنه غواړو چې په ترڅ کې يې ښاريان وژل شوي او يا هم ټپي شوي، د دغو پېښو مسوولين بايد محکمه شي، موږ غواړو چې د بشري مرستو او روغتیا برخو کارکوونکي وکولای شي خپلې اړينې دندې ترسره کړي، په ځانګړې توګه له کوويډ- ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې."

سرچينه زياتوي: "څنګه چې د سولې مهمې خبرې اترې روانې دي، موږ پر طالبانو غږ کوو چې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونيسي، د سولې په اړه جديت وښيي او د تاوتريخوالي کچه راکمه کړي. تاوتريخوالی او حملې د لا ډېرې نا امنۍ فضا رامنځته کوي، د سولې هڅې او باور زيانمنوي."

په خبرپاڼه کې د انګلیستان سفارت د افغان دولت له متحد دريځه چې د سولې لپاره يې لري، ملاتړ کړی او پر افغان دولت غږ کوي چې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب يقيني کړي.

سرچينه ليکي: "موږ د افغان دولت د هغې ژمنې ملاتړ کوو چې له هغو حقونو او ازاديو ساتنه کوي او لا نورو کار به ورته کوي چې د افغاستان د خلکو په تېرو ۱۹ کلونو کې لاس ته راوړي. په هېواد کې ټول افغانان په کلکه غواړي چې د ازاديو ساتنه یې وکړي چې د ډېرو ستونزو په پايله کې يې ترلاسه کړې دي."

په خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د خلکو غږ باید هرومرو واوري او په دې برخه کې جوړجاړي ته چمتووالی وښيي چې په پايله کې يې دوامداره سوله راتلای شي او هره هڅه بايد وشي څو بين الافغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

سرچينه زياتوي، دا په دې معنا ده چې د تاوتريخوالي کچه بايد همدا مهال راکمه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.