ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د کرونا ضد نورو روغتیایي توکو مرسته وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د کرونا ضد نورو روغتیایي توکو مرسته وکړه

author avatar
5 Jul 2020 - 20:38
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د کرونا ضد نورو روغتیایي توکو مرسته وکړه
author avatar
5 Jul 2020 - 20:38

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د روغتيا نړيوال سازمان له افغانستان سره د ۱.۶ میليونه امریکایي ډالرو په ارزښت د روغتيايي توکو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر (WHO) د مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې څو ورځې مخکې یې د کوویډ - ۱۹ اړوند د هغو لوازمو او تجهیزاتو محموله چې له بهره راوړل شوې وه د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاک ته وسپارله.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې محموله کې چې ټولیز ارزښت یې ۱.۶ میليونه امریکایي ډالر کیږي د روغتیایي کارکوونکو لپاره ۹.۵ ټنه د خوندیتوب وسایل )دستکشې، چپن، ماسک، د مخ خوندیتابه لپاره پلاستیکي پردې او عینکې(، ۱۰ د پي سي آر ماشینونه، ۱۰۰ پایې د اکسیجن کانسینټریټر ماشینونه، ۱۰۰ پایې سټریچر، ۳۱۹ قلمه لابراتواري کیټونه، مایکروپیپیټ فلټرونه، د حیاتي خوندیتوب کبینیټونه او نور لوازم شامل دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریک پیپیرکارن ویلي ، د  کوویډ- ۱۹ وبا د افغانستان روغتیایي سیستم چې وار له مخه له ننګونو سره مخ وو، د لا ډېرو ننګونو سره لاس او ګریوان کړی؛ لابراتوارونه او روغتونونه په مکرر ډول دې لوزارمو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

دی زياتوي، د روغتیا نړیوال سازمان په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د کوویډ - ۱۹ د مهار لپاره اړین تجهیزات او لوازم چمتو کړي او په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت سره د اساسي روغتیا خدماتو د تداوم په برخه کې مرسته او ملاتړ وکړي.

هغه وايي:" له بده مرغه د کوویډ- ۱۹ وبا له امله ټوله نړۍ د طبي او روغتیایي تجهیزاتو او لوازمو له کمښت سره مخامخ ده؛ د روغتیا نړیوال سازمان مرکزي دفتر د خوړو نړیوال سازمان سره په ګډه ۱۳۵ هېوادونو ته د لومړیتوبونو له مخې مرسته کړې ."

ډاکټر ریک زیاته کړه، افغانستان کې د کرونا په پیل کې هیڅ داسې لابراتور شتون نه درلود چې د کوویډ - ۱۹ معاینات ترسره کړي خو له نیکه مرغه د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان په دې توانیدلی چې په هېواد کې په ۱۱ لابراتوارونو کې د ورځې ۲۵۰۰ معایناتو وړتیا لري او ۱۰ نور لابراتوارونه د فعالولو په درشل کې دي."

د هغه په وینا، له فبرورۍ میاشتې راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د ۴.۲ میلونه امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي تجهیزات او لوازم د عامې روغتیا وزارت ته چمتو کړي او د ۱۵.۴ میلیونو ډالرو تجهیزات او لوازم د رارسېدو په حال کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.